Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 26.08.2023

د کونډې مور يوازینی زوی د ۴ خوېندو تعليم لپاره دوبۍ کې مزدوري کوي

Mashaalradio.com 

د څلورو خوېندو يوازینی ورور فیضان علي په دوبۍ کې د دې لپاره مزدوري کوي چې په صوابۍ کې یې خويندې تعليم او کونډه مور ښه ژوند وکړي. هغه وايي خپل وطن ته په راتلونکو شپږو کلونو کې د ستنېدو اراده نه لري ځکه چې لا یې دومره پیسې نه دي ګټلي. فیضان علي په صوابۍ کې هم ښه روزګار درلود خو په دوبۍ کې د خپل کار شروع کولو ارمان هغه متحده عرب امارتو ته ورساوه. نوموړي د خپل کاروبار شروع کولو لپاره کافي پیسې نه درلودې نو ځکه اوس په يو ریسټورنټ کې مزدوري کوي. د نوموړي کیسه په دې ويډيو کې وګورئ چې په متحده عرب اماراتو... Читать дальше...

د روزنیزو تمریناتو پر مهال د الوتکو ټکر؛ درې اوکرایني پیلوټان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د روزنيز ماموريت پر مهال د دوو اوکرايني الوتکو په ټکر کې درې پيلوټان وژل شوي دي. د اوکرایین د تحقیقاتو دولتي ادارې نن ویلي، چې دوه L-39 الوتکې چې د ژیتومیر پر فضا يې الوتنې کولې، پرون سره ټکر شوې وې. دا ښار د اوکراین د پلازمینې کیف لویدیز ته په ۱۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی. دا چې دا پېښه څنګه رامنځته شوه، په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

ازبکستان کابل ته ۳۰ کسیز پلاوی استولی

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان یو پلاوی طالب چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته رسېدلی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن پر ایکس شبکې یا ټویټر لیکلي، د دغه دېرش کسیز پلاوي مشري د ازبکستان د تجارت وزارت لومړی مرستیال ناظم خان خالمرادوف کوي.  اژانس زیاتوي، د غه پلاوی به د دوه ورځیني سفر په ترڅ کې  د افغانستان او ازبکستان د بېلابېلو مسایلو له هغې ډلې د اقتصادي او سوادګریز اړیکو پر پرختیا د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې وکړي. ازبکستان له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، خو د نورو هیوادونو په څیر يې د دوی حکومت په رسیمت نه دی پېژندلی. Читать дальше...



پر کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید دویمه کلیزه؛ د قربانیانو کورنۍ او عیني شاهدان څه کیسې او خاطرې ترې لري؟

Pa.azadiradio.com 

مدني او د ښځو د حقونو فعاله اغلې اختري وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته هغه او کورنۍ یې د خپلې مور په ګډون د کابل هوايي ډګر ته تللي وو، چې له افغانستانه ووځي. د دې په خبره، د کابل هوايي ډګر هغه مهال د ډېرو هغو افغانانو د راغونډېدو ځای و، چې د ناټو ځواکونو په همکارۍ له افغانستانه د وتلو پلان یې درلود. اختري ددې پېښې نه د دوه کالو په تیریدو سره په ژړغوني غږ ازادي راډیو ته وايي، چې مور یې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر په یوه دروازه کې د چاودنې پر مهال ووژل شوه. Читать дальше...

ندیم: جمهوري نظام د پوهنتونو محصلین له دیني اړخه په جهالت کې ساتلي وو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شېخ ندا محمد ندیم، ارزګان ولایت ته د سفر پرمهال د پرځیدلي جمهوري نظام چارواکي تورن کړي، چې محصلین یې له دیني اړخه په جهالت کې ساتلي وو. هغه ادعا کړې، چې دوی د عصري او دیني زده کړو ترمنځ د واټن ختمولو هڅې پيل کړي. په دې اړه زموږ د همکار راپور، د دغه لېنک له کېکاږلو سره اورېدلای شئ:

د اوکراین د بې پيلوټه الوتکې برید د مسکو ۳ هوایي ډګرونه ځنډني او د روسیې توغندیز برید د اوکراین ۲ ملکیان ووژل

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په پلازمینه ماسکو کې نن سهار وختي د بې پيلوټه الوتکې د برید له امله په درېیو هوایي ډګرونو کې الوتنې وځنډول شوې، تر دې وروسته روسي ځواکونو د اوکراین په خارکییف سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پر اوکرایني ځواکونو فشار زیات کړ. د روسیې تاس دولتي اژانس د خبر له مخې، د دې برید له امله د ماسکو په درېیو اصلي هوایي ډګرونو شیریمیتووا، دیمودیدوا او ونوکوفوا کې الوتنې د دوو ساعتونو لپاره وځنډول شوې. د ماسکو ښاروال سرګي سوبینین وایي، چې یوه ډرون الوتکه د ماسکو د ایترینسکي په فضا کې نسکوره شوه، دا... Читать дальше...

ځایي چارواکي: د روسیې توغندیز برید د اوکراین دوه ملکي وګړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اوکرایین یو سیمه ییز چارواکی وايي، دوه ملکیان د روسیه په ننني برید کې وژل شوي دي. د خارکیف د سیمې والي اوله سینیهوبوف ویلي، دا دوه کسان هغه مهال ووژل شو چې د خارکیف په خیتځ کې د پودولي کلي پر یوه کافي شاپ توغندی ولګېد. د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ راهیسې له کله چې روسیې پر اوکرایین یرغل وکړ، څه موده وروسته پودولي سیمه روسيې اشغال کړه، چې اوکراییني ځواکونو په ځوابي بریدونو کې بیرته دا سیمه په تیرې سپټمبر میاشت کې ونیوله.

کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانې: د ښځو د مرموزو وژنو لړۍ دې ودرول شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ځواکمنو ښځو غورځنګ غړو، د هغه څه پر وړاندې اعتراض وکړ، چې دوی یې د طالبانو د حکومت تر واکمنۍ لاندې د میرمنو مرموزې او هدفي وژنې بولي. د دغه حرکت یو شمېر غړو د جمعې په ورځ په کابل کې د ځوانې یوټیوبرې حورا سادات، چې څو ورځې وړاندې په مرموز ډول وژل شوې وه، قبر ته څېرمه په یوه اعتراضیه غونډه کې ادعا وکړه ،چې په تېرو دوه کلونو کې طالبانو د ښځو حقونه تروړلي او افغان میرمنې، د طالبانو له لوري له سپکاوي، ربړونې، وهل او ټکولو، زنداني کېدو، د جنسي تیري او د مرموزو او هدفي وژنو سره مخ دي. ... Читать дальше...



پاکستان کې د حلقه بندیو موضوع د ټاکنو د راتلونکې په اړه بحثونه زېږولي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د اساسي قانون د ۲۲۴مې مادې ترمخه اسمبلي د خپل وخت تر پوره کولو مخکې تر ماتېد وروسته ټاکنې په ۹۰ ورځو کې باید وشي خو د ایین ۱۷(۲) برخه وایي چې "کمېشن باید د هرې سرشمیرنې په رسمي توګه د خپرېدو وروسته حلقه بندۍ وکړي.''

دوبۍ ته د محصلو نجونو د سفر پر مخنیوي اعتراض؛ بار: نړیواله ټولنه به کله په جدي ډول د افغان نجونو تر څنګ ودریږي؟

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان، دوبۍ ته د زده کړو لپاره، د هغو ۶۳ افغان نجونو د تګ د مخنیوي په هکله د اندیښنې په ښودلو سره وايي، نړیواله ټولنه باید ډیره هڅه وکړي، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د ښځو له حقونو څخه سرغړونې پای ته ورسوي. یاد شوي سازمان د شنبې په ورځ په خپل ایکس یا پخوانۍ تویټر پاڼه کې، د هغو ۶۳ افغان نجونو په سفر بندیز چې د لوړو زده کړو لپاره دوبۍ ته روانې وې، د ښځو له حقونو سرغړونه یاده کړې. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیالې، هیدر بار دې موضوع ته په اشارې سره په خپل ایکس... Читать дальше...

له ترکارۍ فروشۍ تر انځورګرۍ؛ یو ستړی، خو له لاسته راوړنو ډک مزل !

Pa.azadiradio.com 

د یوه انځورګر بختيار يار د ژوند د لوړو- ژورو کیسه؛ هغه یتیم او بېوزله و، له زده کړو محروم پاتې او د ژوند د اړتیاوو د تامینولو لپاره یې مساپرۍ او سختو کارونو ته اوږه ورکړې ده. له دې سره، دی توانیدلی، چې اوس د انځورګرۍ یو مرکز ولري او لسګونه ښځينه او نارينه زده کوونکو ته د هنري زده کړو زمینه برابره کړي. نوموړی له خپلو زده‌کوونکو فيس نه اخلي او وايي، د ده نجونې زده کوونکې اوس د انځورګرۍ هنر له لارې خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کوي. د نوموړي د ژوند پر لوړو او ژورو له هغه سره زموږ همکار د زړه خواله کړې او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی. Читать дальше...

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د پوليو ناروغۍ او چاپیریالي مثبتې بېلګې زیاتې شوې دي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) په افغانستان کې د تیر کال په پرتله د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ او د چاپیریالي مثبتو نمونو د زیاتوالي خبر ورکوي. یاد سازمان په نړۍ کې د پولیو ویروس د خپریدو په اړه د بیړنۍ کمیټې د شپږ دېرشمې غونډې په بیانیه کې، چې د جمعې په ورځ خپره شوه وویل: په افغانستان کې له تېرې غونډې راهیسې، د ګوزڼ یا پولیو ویروس پنځه نوې پیښې ثبت شوي، چې ټولې یې د ننګرهار ولایت څخه دي. په بیانیه کې زیاته شوې، چې تر دې دمه په افغانستان کې ۳۲ مثبتې چاپيريالي نمونې ثبت شوي چې یوه په کندهار،... Читать дальше...

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ماموریت: د طالبانو زورواکې پالېسۍ د افغانانو ننګونې لا زیاتوي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو ماموریت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو په کار د طالبانو د بندیز پرېکړې د مرستندویه موسسو هغه وړیتاوې کمې کړي، چې زیانمنو افغانانو ته مرستې ورسوي. په دې اعلامیه کې چې تېره ورځ د دغه ماموریت په ویب پاڼه خپره شوې راغلي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت زورواکې پالیسۍ هغه ننګونې لا پسې زیاتې کړي، چې افغانان لا له وړاندې ورسره مخ دي. متحده‌ایالاتو په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو او د اقتصادي همکاریو سازمان ترمنځ د افغانستان... Читать дальше...

د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېیمه سیالي پیل شوې ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیمې یو ورځنۍ سیالۍ پچه مېلمه لوبډلې ګټلې او توپوهنه یې غوره کړې ده. دغه سیالي د سرېلانکا په کولمبو ښار کې ترسره کیږي. په ننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره ګلبدین نایب د عظمت الله عمرزي او فریدملک د اکرام عليخیل پر ځای لوبه کوي. دغه راز په پاکستانۍ لوبډله کې هم ۴ بدلونونه شته، چې نسیم شاه، حارث روف، افتخاراحمد او اسامه میر ته دمه ورکړل شوې او پرځای یې سعود شکیل، محمدنواز، فهیم اشرف او محمدوسیم جونیر ته په لوبډله کې ځای ورکړل شوی دی. د دې لوبلړۍ دوه سیالۍ له وړاندې پاکستان ګټلي دي.

کرزی طالبانو ته؛ هند د ښځینه ساینسپوهې په مشرۍ فضا ته لاره وکړه، نجونې زده کړو او کار ته پرېږدئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی، چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او کار ته د ښځو د بیرته ستنیدو زمینه برابره کړي. ښاغلي کرزي په خپل فیسبوک کې د دې غوښتنې ترڅنګ لیکلي دي، چې سپوږمۍ ته د هند د چاندریان درې فضایي بیړۍ بریالی ماموریت د هندۍ ساینسپوهې میرمن ریتو کریډال شریواستوا په په مشرۍ ترسره شو. د پخواني ولسمشر په وینا د هند د دې ستر پرمختګ عامل تعلیم او علم ته توجه ده. د هند فضایي بیړۍ چاندریان درې د چهارشنبې په ورځ د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې کښیناسته.

پر ماسکو د بې پیلوټه الوتکې برید؛ چارواکي: د ۳ هوایي ډګرونو الوتنې دوه ساعته وځنډیدې

Pa.azadiradio.com 

روسیې نن سهار وختي پر ماسکو د بې پیلوټه الوتکې د برید خبر ورکړ. د روسیې تاس دولتي اژانس خبر ورکړ، چې د دې برید له امله د ماسکو په درېیو اصلي هوایي ډګرونو شیریمیتووا، دیمودیدوا او ونوکوفوا کې الوتنې د دوو ساعتونو په مخ وځنډول شوې. د ماسکو ښاروال سرګي سوبینین وایي، چې یوه ډرون الوتکه د ماسکو د ایترینسکي په فضا کې نسکوره شوه. دا سیمه د کرملین د لویدیځ په پنځوس کیلومترۍ کې پرته ده.

طالبانو نیول شوی ایراني خبریال خوشې او د ایران سفارت ته سپارلی

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د ایران د تسنیم اژانس فوټو ژورنالیست محمد حسین ولایتي له بنده خوشې کړ. د ایران تسنیم اژانس وایي، چې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د ولایتي د خوشې کیدو خبر ورکړی. د راپورونو له مخې، ولایتي تېره شپه ازاد او په کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی. ولایتي تېره اونۍ د شنبې په ورځ هغه وخت ونیول شو، چې د کابل د هوایي ډګر له لارې بیرته ایران ته ستنیده.

په لومړي ځل د څلورو هېوادونو ستورمزلي یوځای د فضا پر لور روان شول

Pa.azadiradio.com 

د څلورو هیوادو ستورمزلي نن د نړیوال فضایي مرکز پر لور روان شول. دوی به د ( سپیس ایکس) سپوږمکۍ په مرسته سبا مدار ته ورسیږي. دا کسان به په فضایي مرکز کې د څلورو نورو فضانوردانو ځای ونیسي، چې د مارچ له میاشتې راهیسې هلته دېره دي. د امریکا د فضایي تحقیقاتي مرکز یو غړی نن له یوه ډنمارکي، یوه جاپاني او یوه روسیي سره یوځای په فلوریدا کې له کنیډي فضایي مرکز څخه د فضا پر لور روان شول. دا لومړی ځل دی، چې فضا ته د څلورو مختلفو هیوادو اتباع یوځای سفر کوي.


Музыкальные новости
Анастасия Ивлеева

Анастасия Ивлеева удалила из Instagram все фотографии и видеоролики





Rss.plus
Алексей Сёмин

Азербайджанцев, подозреваемых в убийстве у «Галереи Чижова», суд отправил в СИЗО




Россияне полюбили Changan, продажи выросли на порядок (в 9 раз) за последний год

Воробьев: строители пообещали благоустроить парк в Черноголовке к середине июля

III класс пожарной опасности ожидается на территории Подмосковья 1–3 мая

ТЁРН: Музыкальные контрасты и гармония времён




د پولیو یا ګوزڼ پر وړاندې د واکسین کمپاین؛ د واکسیناتورانو او خلکو غوښتنې څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، د یونیسف د پولیو پروګرام مسوولین او یو شمېر واکسیناتوران وايي، خلک دوی سره د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې لازمه همکاري نه کوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د وجهي صندوق ( یونسف) د پولیو د مخنیوي پروګرام د عامه اړیکو مسول کمال شاه ازادي راډیو ته وویل، چې له همدې امله دوی ډېر ځله د سیمې له مخورو او علماوو مرسته غواړي. نوموړی وایي: " بیلا بیلو ستونزو سره مخ کیږو، داسې... Читать дальше...

قرغیزستان کې د بایسېکل ځغاستې مشکله سیالي روانه ده

Mashaalradio.com 

په قرغیزستان کې روانه میاشت د بایسکل ځغاستې نړیواله سیالي پیل شوې چې د نړۍ له تر ټولو سختو یا ګرانو سیالیو یوه بلل کېږي. په هغه سیالۍ کې په لومړي ځل د کوربه هېواد دوه نجونه هم ګډون کوي. ټاکل شوې چې د ۸۰۰ کېلومیټرو ځغاسته د اګست پر ۲۶مه پای ته ورسي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

متحده ایالات: د طالبانو زورواکۍ د افغانستان ننګونې لا پسې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده‌ایالاتو ماموریت وايي، د طالبانو زورواکو پالیسیو هغه ننګونې لا پسې زیاتې کړي چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي. متحده‌ایالاتو دا خبره، د ملګرو ملتونو او د اقتصادي همکاریو سازمان ترمنځ د عمومي غونډې له پرېکړه‌لیک د هرکلي په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې کړې ده.  په دې اعلامیه کې زیاته شوې، د طالبانو زورواکۍ د مرستندویه موسسو هغه وړتیا محدوده کړې چې زیانمنو ته مرستې ورسوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا ماموریت دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري بحران... Читать дальше...

د بشري حقونو د څار سازمان: نړیوال دې طالبان د ښځو د حقونو ورکړې ته مجبور کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي، څو په طالبانو فشار راوړي چې د ښځو له حقونو سرغړونې پای ته ورسوي. دې سازمان دا خبره نن پر خپله X شبکه یا پخواني ټویټر لیکلې ده. د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، طالبانو وروستیو کې هغه ۶۳ نجونې چې غوښتل یې دوبۍ ته د لوړو ز‌ده‌کړو لپاره ولاړې شي، له هوايي میدانه راګرځولي دي. یاد شوي سازمان په یوه لنډه ویډیو کې دا هم لیکلي، چې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، نجونې له ثانوي او لوړو زده‌کړو منع شوي، د دوی د کار مخه نیول شوې او د سفر ازادي ترې اخئستل شوې ده. Читать дальше...

افغانستان نن پاکستان سره د روانو سیالیو درېیمه او وروستۍ لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د پنځوس اوورنو د روانې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه وشي. لومړۍ دوې لوبې پاکستان ګټلې دي، چې د سرېلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوې. ننۍ لوبه د سرېلانکا په پلازمېنه کولمبو کې په پام کې ده. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نسیم سادات ازادي راډیو ته د دې لوبو په اړه وویل:  " په مجموع کې به دا لړۍ زموږ د لوبډلې لپاره ګټور ثابت شي، ځکه چې موږ تر دې لوبو وروسته اسیایي جام او بیا نړیوال جام مخې ته لرو. که خدای کول دا سیالۍ به د افغانستان... Читать дальше...

د ایران مرستیال سفیر د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر سره د نیشه یي توکیو په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ایران سفارت خبر ورکړ، چې د سفارت مرستیال حسن مرتضوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت له مرستیال عبدالحق اخند سره د مخدر موادو د کښت په اړه خبرې کړې دي. د ایران سفارت پرون د دې لیدنې کتنې خبر ورکړ، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي. د طالبانو مشر پروسږکال د یوه فرمان په ترڅ کې د مخدر موادو کښت او قاچاق ممنوع کړل. د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت د پام وړ کم شوی دی. د ځینو راپورونو په استناد، په دغه هېواد کې د کرستال یا متامفتامین په نوم د نشه اي موادو تولید ډېر شوی دی. Читать дальше...



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

PRomoPulse

Продвижение новой музыки и ваших хитов на радио и в интернете




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


WTA

Касаткина проиграла Путинцевой и не смогла выйти в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

6 городов России, где можно увидеть белые ночи кроме Санкт-Петербурга



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России