Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 29.08.2023

اوکراین: روسیې زموږ د ۸۴ سرتېرو مړي را وسپارل

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکو نن وویل چې روسیې د هغو ۸۴ اوکرایني سرتېرو مړي کییف ته وسپارل چې په جګړه کې وژل شوي. د اوکراین د بیا مدغم کیدو د چارو وزارت ندي ویلي، چې د دغو سرتېرو مړي چېرته اوکرایني چارواکو ته سپارل شوي او دا یې هم ندي ویلي چې ایا د روسیې د پوځي پرسونل مړي هم مسکو ته سپارل شوي او کنه؟ د اګسټ په ۴ روسیې یوبل ته د وژل شویوسرتیرو د سپارلواعلان وکړ او ویې ویل، چې اوکراین د ۱۶۰ سرتیرو مړي ورسپارلي او اوکراین هم د ۴۴ مړو د ترلاسه کولو خبرورکړ. د ورکو شویو کسانو د چارو لپاره د اوکراین کمیشنر اولی... Читать дальше...

اسراییلي الوتکې ته د بېړنۍ ناستې اجازه؛ صدراعظم یې له سعودي عربستان څخه مننه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل صدراعظم بینامین نتانیاهو نن د سعودي عربستان له چارواکو مننه وکړه، چې د اسراییل د هوایي شرکت یوې الوتکې ته یې په جده کې بیړنۍ ناستې ته اجازه ورکړې. د آیر سیچلیس دغه الوتکه چې سپرلۍ یې اسراییلیان و، له سیچلیس نه تلبیب ته روانه وه. سعودي عربستان او اسراییل چې په خپلو کې رسمي اړیکې نه لري. د ۲۰۲۲ کال ترجولای میاشتې پورې د سعودي عربستان هوایي قلمرو اسراییل ته د تلونکو او له هغه ځایه د وتونکو الوتنو پرمخ تړلی و. سعودي عربستان خپل هوایي قلمرو هغه مهال د الوتنو پرمخ داسې مهال پرانیست، چې د امریکا ولسمشرجوبایډن دغه هېواد ته سفر کاوه. Читать дальше...

د واګنر د اجیرو وسله والو مشر په یوه خصوصي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د واګنرپه نوم د روسیې د اجیرو وسله والو د ډلې مشر یوګیني پریګوژین د سانت پترزبورګ د څنډې په یوه خصوصي هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. پریګوژین چې د لنډې مودې لپاره یې د پوتین د واکمنۍ پر وړاندې وسله وال بغاوت کړی او هغه یې د خپلې دوه لسیزې واکمنۍ په موده کې له سترې ننګونې سره مخ کړی و، د اګسټ په ۲۳ مه د یوې الوتکې د راغورځيدو په پېښه کې له نهو نورو سپرلیو سره ووژل شو. د روسیې ولسمشرولادمیرپوتین، چې یووخت یې نژدې متحد و، په دغو مراسمو کې ګډون ونکړ. د واګنرډلې اړوند ټیلګرام چینل کې په یوه بیان کې... Читать дальше...



روغتیا نړیوال سازمان: هره ورځ څلور وېشت افغان میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ مړینې له امله مري

Pa.azadiradio.com 

د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د مېندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې د زياتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان د سه‌شنبې په ورځ پر خپلې X شبکې یا پخواني ټویټر ځينې احصایې خپرې کړې او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۱ کال کې د اټکل پر بنسټ په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د مخنیوي وړ مړینې له امله مري. د روغتیا نړېوال سازمان تر دې مخکې ویلي وو، چې د افغانستان په هغو سیمو کې چې له بشري ناورین سره مخ دي، د روغتیا په برخه کې د بودیجې او د سرچینو کمښت به ناوړه پایلې ولري. دغه... Читать дальше...

د افغان ښځینه وو د ځان وژنې د پېښو زیاتوالی؛ ګارډین: طالبان یې د شمېر خپریدو مخه نیسي

Pa.azadiradio.com 

ګارډین ورځپاڼې، په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ځان‌وژنې د پېښو د زیاتوالي له امله د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو د ملاتړو د اندېښنو په اړه یو راپور خپور کړی. په دې راپور کې راغلي، د هغو شمېرو له مخې چې له دولتي روغتونونو او کلینکونو یې را ټول کړي ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې د افغانستان یو په درېیمه برخه ولایتونو؛ په ځانګړي ډول په نیمروز او هرات کې د نجونو او ښځو د ځان‌وژنې د پېښو شمېر زیات شوی دی. خو دې ورځپاڼې په دې اړه کره شمېرې نه‌دي خپرې کړې. ګارډین لیکلي، د طالبانو حکومت... Читать дальше...

د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې امنیت ولې خراب شوی دی؟

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمو کې وسلوال بریدونه زيات شوي، د سیمې ولسونو له حکومته د امنیت ټینګولو غوښتنه کړې ده. په دې وروستيو کې په جنوبي ضلعو کې د زياترو وسلوالو بریدونو ‌ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او په باجوړ کې د ځانمرګي برید ذمه واري بيا د داعش خراسان څانګې منلې ده. .د کرښې پر غاړه اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی

نړیوال سور صلیب: نېمایي افغانان روغتیایي خدمتونه او کافي خواړه نه لري، مرستو ته ورسره دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د سره صليب نړيواله کمېټه (ICRC) وايي، دوی په افغانستان کې خپل فعالیتونه نه دروي. دغې کمېټې د دوشنبې ورځې ناوخته په یوې اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان په ټوله نړۍ کې دوی لپاره د عملیاتي چارو له مخې دویم هېواد دی او دوی له دې هېواده د وتلو کوم پلان نه لري. د دغې کمیټې په اعلامیه کې په افغانستان کې د (ای سي ار سي) پلاوی مشر (ایلوئی فیلیون ) له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې له هرو دوه افغانانو څخه یو یې روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري او یا هم د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري. په افغانستان... Читать дальше...

یونیسف: سېلابونو تېره جولای میاشت کې څلوېښت افغانان مړه او ۶ زره نور زیانمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د جولای په میاشت کې وروستیو سیلابونو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ته ځاني او ستر مالي زیانونه اړولي دي. یونیسف د سه شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي، چې د تېر جولای په میاشت کې په ټول افغانستان کې ۴۰ کسه د سېلابونو له امله مړه شوي او ۶۰۰۰ نور ترې اغیزمن شوي دي. یونیسف زیاتوي، چې د خپلو همکارانو په همکارۍ یې د قربانیانو په ځانګړې توګه له ماشومانو سره مرستې کړې دي. خو په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر کورنۍ چې د وروستیو... Читать дальше...



ایران کې د افغان کډوالو ستونزې؛ یوه حامله مېرمنه: وضعیت مې ښه نه دی، ۵ سوه کسیز کمپ کې د وطن ته تلو انتظار کوم

Pa.azadiradio.com 

"هېڅ ملي بس نه‌شته، هېڅ مسؤل نه‌شته، هېڅوک زموږ پوښتنو ته ځواب نه ورکوي." دا د ايران په زاهدان ښار کې د هغې افغانې کډوالې ښځې غږ دی، چې وايي حامله داره ده او په یوه کمپ کې تر سخت لمر لاندې ناسته ده. دغه افغان کډواله وايي، چې وضعیت یې ښه نه‌دی، د اوبو، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته له لاس‌رسي پرته دې او کورنۍ یې یوه اوونۍ په دې کمپ کې تېره کړې چې بېرته افغانستان ته راشي، خو د دې په وینا داسې ونه‌شول. هغه وايي چې د زاهدان په کمپ کې د افغانانو شمېر شاوخوا ۵۰۰ ته رسيږي. دغه مېرمن چې نه‌غواړي... Читать дальше...

پاکستان کې د بجلۍ په بلونو کې د زياتوالي پرضد احتجاجونه شوي

Mashaalradio.com 

د اګست پر ۲۹مه د مردان په ګډون د پاکستان په ځينو نورو ښارونو کې د بجلۍ (برېښنا) په بلونو کې د زياتوالي پر ضد احتجاجي مظاهرې وشوې. مظاهرچيانو له حکومته غوښتنه کوله چې په بلونو کې دې اضافي ټېکسونه ختم کړي. بلخوا د پاکستان نګران وزيراعظم د برېښنا رسولو ملي ادارې ته لارښوونه کړې چې ولس ته دې اسانتياوې ورکړي. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې.

د اسلام اباد سترې محکمې د عمران خان د خوشې کیدو امر یې کړی

Pa.azadiradio.com 

د اسلام اباد سترې محکمې د توشه خانې په قضیه کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان سزا ځنډولې او د هغه د خوشې کیدو امر يې کړی دی. دغې محکمې نن د "اګست ۲۹ مه­" د عمران خان له خوا په یاده قضیه کې د سزا د ځنډولو په اړه د غوښتنې تر اوریدو وروسته نن دا پریکړه اعلان کړه. سترې محکمې ویلي، په دې اړه به نور جزییات وروسته وړاندې کړي، خو د سزا ځنډولو غوښتنه يې تایید کړې ده.  عمران خان د خپلې واکمنې پر مهال د دولتي ډالیو په پلورلو تورن دی. خان د اګست پر پنځمه په لاهور کې له نیول کیدو راهیسې د اټک په زندان کې بندي دی. Читать дальше...

سپینه ماڼۍ: د نجونو د زده کړو په اړه مو خپلې اندېښنې او نه بدلیدونکی دریځ په روښانه توګه طالبانو سره شریک کړی

Pa.azadiradio.com 

که څه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو د زده‌کړو د بیا پیل لپاره د طالبانو حکومت هیڅ‌ روښانه تګ‌لاره نه‌لري، خو سپینه ماڼۍ وايي چې جمهور رییس بایډن په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه خپلې اندېښې له طالبانو سره په ښکاره توګه شریکې کړې دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر پرون رسنیو سره خبرو کې وویل، د طالبانو سره د اړیکو په ارزیابۍ کې به د نجونو د تعلیم موضوع په اړه د امریکا روښانه دریځ ادامه ولري. نوموړې وویل: " جمهور رییس تل د نجونو د زده‌کړو د اهمیت په اړه نه یوازې په امریکا؛ بلکې... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې: د طالبانو واک لاندې افغانستان امن شوی، خو د ښځو حقونه پکې نقض او بېوزلي زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا انتبایوا، له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه په افغانستان د بشري وضعیت او امنیت په اړه خبرې کړې دي. اغلې اونتبایوا ویلي، که څه هم په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې امنیت ښه شوی، خو د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوې دي. هغې زیاته کړې، د طالبانو حکومت له خپلو ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان سره د سوادګریز اړیکو د پراختیا په برخه کې کار کوي، خو له رسمیت پیژندنې څخه لیرې دی . اونتبایوا په دې مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د... Читать дальше...

تاجکستان: د وروستیو سېلابونو تلفات ۱۷ تنو ته لوړ شوي

Pa.azadiradio.com 

په تاجکستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷ تنو ته پورته شو. د تاجکستان د بیړنیو حالاتو کمېټې نن سه شنبه "د اګست ۲۹ مه" د ازادي راډیو تاجکي څانګې ته وویل، د کافرنهان له سېند څخه د لټون په عملیاتو کې د څلورو کسانو جسدونه ترلاسه شوي، چې درې یې ښځې او یو يې نارینه دی. د لټون له دې عملیاتو وروسته، دغې کمېټې اعلان وکړ چې جسدونه يې د نورو معایناتو لپاره روغتون ته لیږدولي دي. د تاجکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې پرون ویلي وو، دغو ورښتونو د پلازمېنې دوشنبې په وحدت او رودکي ولسوالیو کې تلفات هم اړولي دي. Читать дальше...

ایران: عراق راسره زموږ د مخالفو کردانو بې وسلې کول منلي

Pa.azadiradio.com 

ایران او عراق په ګډه توافق کړی، چې د عراق په شمال کې د ایراني کردانو مخالفې ډلې بې وسلې کړي. د دواړو هېوادونو چارواکو پرون دوشنبه د دې توافق خبر ورکړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پرون په یوې خبري غونډه کې وویل، د عراق حکومت  توافق کړی چې" د سپټمبر تر ۱۹ مې به د دوی په خاوره کې مېشتې وسله والې ډلې بې وسلې کړي" او بیا يې له خپلو پوځي اډو وباسي او هغو کمپونو ته به يې انتقال کړي، چې د عراق د حکومت له خوا ټاکل شوي دي. د ایران او عراق ترمنځ دا توافق په داسې حال کې دی، چې د ایران... Читать дальше...

اوکراین: د روسیې تازه بریدونو لږ ترلږه ۵ ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په خیتځ کې د روسیې د بریدونو له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږ پنځه ملکیان وژل شوي دي. یوه سیمه ییز چارواکي، نن "د اګست ۲۹ مه" وویل، په ختیځ او سویل دواړو خواوو کې جګړه روانه ده او اوکرایني ځواکونه د ستراتېژیک ښار میلیتوپول پر لور پر مخ روان دي. د دونیتسک سیمه ییز والي پاولو کیریلینکو نن وویل، "روسانو د دې سیمې پنځه اوسیدنکي ووژل" او څلور نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه، په ماریوپول او ولنواس کې هم قربانیان شته، خو شمېر يې معلوم نه دی. د ملکیانو له دې مرګ ژوبلې راپورونه په داسې... Читать дальше...

اسلام اباد های کورټ په توشه خانه مقدمه کې د عمران خان سزا ځنډولې ده

Mashaalradio.com 

د اګست پر ۲۸مه د اسلام باد های کورټ د چيف جسټس (مشر قاضي) عمر فاروق او جسټس طارق جهانګيري په مشرۍ کې په توشه خانه مقدمه کې عمران خان ته د اورول شوې سزا خلاف د غوښتنليک پر اورېدنې خپله پرېکړه محفوظه کړې وه، چې نن چيف جسټس عمر فاروق واورول.


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Рассылка Песни или Музыки на все Радиостанции России, СНГ и Мира, а также по всем СМИ России.





Rss.plus
Михаил Булгаков

Михаил Булгаков спустя почти 100 лет сумел сказать правду о посольстве США. Благодаря ошибке посла Линн Трейси




В Суворовском районе прошла "Майская многодневка"

Воробьев пообещал помочь построить церковь в Черноголовке

В Москве начали патрулировать мотогруппы спасателей

Панда Катюша вышла в уличный вольер Московского зоопарка




د تور سمندرګي پر غاړه د باډیوو مېله

Mashaalradio.com 

د بلغاریا د تور سمندرګې په ساحل کې یوه داسې مېله جوړه شوې ده چې ګډونوال یې د مهاجرو مرغیو پر لاره باډیوې الوځوي. د مېلې تنظیموونکي وايي، له دې لارې د چاپېریال ساتنې په اړه اګهي خپروي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

یونان: د کډوالو دوه بېړۍ اوښتي، چې د ۴ ماشومانو په ګډون یې ۵ تنه مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د یونان چارواکي وايي، د دوی پولې ته د ورتلونکو کډوالو دوه بېړۍ اوښتي، چې د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه په کې مړه شوي دي. د یونان د سمندر غاړې ساتونکو ویلي، چې دا پیښې پرون دوشنبه شوي او دوی ترې لسګونه کډوال ژغورلي دي. اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دا بېړۍ د ترکیې له خوا یونان ته روانې وې. تراوسه د مړو شویو کسانو هویت معلوم شوی نه دی. یونان د منځني ختیځ، افریقا او اسیا ناقانونه کډوالو لپاره اروپا ته د تګ تر ټولو مهمه لاره ده او وخت نا وخت پر دغې لاره دا ډول مرګونې پیښې رامنځته کیږي.

ایران: د پوهنتون لس استادان د تېر کال له پراخو اعتراضونو د ملاتړ په تور ګوښه شوي

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکو، د پوهنتون هغه لس استادان له دندو لرې کړي، چې وېل کیږي د تېر کال پراخو اعتراضونو نه یې ملاتړ کړی و. دغه اعتراضونه، د تېر کال په سپتمبر کې وروسته له هغې پيل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوه ځوانه نجلۍ د حجاب نه درلودو په خاطر پولیسو شکنجه او بیا وروسته روغتون کې مړه شوه. راتلونکې میاشت د مهسا امیني لومړنی تلین دی او ایراني چارواکو مخکې له مخکې له خلکو غوښتي، چې له مظاهرو او لاریونونو لاس په سر شي. د تهران له پوهنتونونو په لرای کړل شویو استادانو کې میرمنې هم شاملې دي. په ایران... Читать дальше...

د افغان نجونو او ښځو د زده کړو پر اړتیا ټینګار؛ امریکا: دوی تر بل هر وخت زده کړو ته ډېره اړتیا لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سفارت وايي افغان مېرمنې تر بل هر وخت زیات زده کړو ته اړتیا لري.  سفارت دا خبره، په خپل اېکس شبکه چې پخوا ټوېټر نومېده دوشنبه ناوخته لیکلې ده. امریکایي چارواکو ویلي، چې دوی له افغانانو په تېره بیا مېرمنو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د امریکا د سفارت په بیان کې زیاته شوې، چې دمګړۍ د دوی په ملاتړ شاوخوا ۶۰۰ افغان محصلین د سیمې په پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي. د سفارت په بیان کې د بشکیک له یوه پوهنتونه د افغان نجونو د فراغت یوې غونډې ته اشاره شوې، چې د امریکا د سفارت کارکوونکو هم پکې برخه اخیستې وه. Читать дальше...

افغان کرکټ بورډ: پاکستان ته تللو لوبغاړو مو د اسیا جام سیالیو ته ښه چمتووالی نیولی؛ یو شمېر خلک: مناسب هرکلی یې نه دی شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د کرکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو ته چمتووالی نیولی دی. تمه ده اسیا کپ سبا/چهارشنبه د اګست دېرشمه د پاکستان او نیپال په لوبې سره پیل شي. د افغانستان ملي لوبډله به بیا د راتلونکې یکشنبې په ورځ د لاهور په قذافي لوبغالي کې له بنګله دېش سره او د سپټمبر په پنځمه به په همدې لوبغالي کې له سریلانکا سره مخ شي. سږ کال د اسیا په کپ کې شپږ ټیمونه لوبیږي. افغانستان،هندوستان،پاکستان،بنګله دیش،سریلانکا او نیپال. له دې به یواځې څلور ټیمونه دویم دور ته لار پيدا کوي. افغانستان... Читать дальше...

فرانسه: محافظه کارانو په ښوونځیو کې د اسلامي لباس د منع کیدو پریکړه وستایله

Pa.azadiradio.com 

په فرانسه کې محافظه کارانو د دوشنبې په ورځ د حکومت د هغې پریکړې ستاینه وکړه، چې په عامه ښوونځیو کې د "عبایه" یا اوږدې چپنې اغوستلو منع کړل، مګر ځینو بیا په دې اقدام نیوکې او ملنډې کړي. فرانسې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې په دولتي ښوونځیو کې د کاتولیک کلیسا د سمبولونو کارول د سختو قوانینو په تصویب او پلي کولو سره لیرې کړي، خو په وروستیو لسیزو کې د مسلمانانو د شمېر په زیاتېدو سره د اسلامي سمبولونو په اړه د ورته قوانینو په پلي کولو کې له ستونزو سره مخامخ شوې ده. په فرانسه کې د سیکولریزم سخت انګیرنه، چې د... Читать дальше...



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Валерий Гергиев

Во Владимире прозвучал симфонический оркестр Мариинского и Большого театров под руководством Валерия Гергиева




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

ЭСК указала на ошибки главного арбитра дерби ЦСКА — «Спартак» Казарцева


Елена Рыбакина

Рыбакина узнала неприятную новость перед "казахстанским дерби"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России