په اسلام اباد کې د اګست پر ۱۸ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ولسي غونډې وروسته امنیتي ادارو د غورځنګ یو شمېر مشران او فعالان نیولي دي. د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ویلي چې دا کسان یې پر امنیتي ادارو د نیوکو په تور نیولي. بلخوا د غورځنګ مشران وايي چې د خپلو ایيني حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.
د پاکستان ملي لوبډلې په خپلې اغېزمنې چټکې توپ اچونې سره وکړای شول، چې افغانستان ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړي.
افغان لوبډلې د پاکستان د ۲۰۲ منډو پوره کولو په تعقیب یوازې ۵۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې مجیب الرحمن تر نورو ښه وځلید او ۳ لوبغاړي یې وسوځول.
په پاکستاني توپوهونکو کې بیا امام الحق نیمه سلیزه ووهله.
د افغان توپ اچونکو له ډلې رحمن الله ګربز مخکښ و چې ۱۸ منډې یې وکړې.
د پاکستان لپاره حارث روف بیا ډېر ښه وځلېد.
هغه ۵ لوبغاړي وسوځول او شاهین شاه اپریدي دوه ویکټې واخیستې. Читать дальше...
په افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د موسم له رارسېدو سره په کابل کې د "مېوو نړیوال مارکېټ" مسوولان شکایت کوي، چې سږ کال د مېوو او سبزیجاتو د پلور بازار کمزوری شوی.
د دغه مارکېټ مشر اختر محمد احمدي ازادي راډيو ته وویل، چې د کرنیزو محصولاتو په تېره بیا تازه مېوې د کمزوري بازار یو لامل په افغانستان کې د خلکو بې وزلي ده.
نوموړی وایي:
"د کال په دې وخت کې د سبزیجاتو لکه کچالو، رومي بانجان، پیاز، او د میوو لکه انګور، مڼې، شفتالو او د نورو مېوو موسم دی، زموږ مارکېټ ته له مختلفو ولایتونو څخه راځي... Читать дальше...
د کوربه افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړنۍ لوبه کې پاکستان توپوهنه وکړه او د ۲۰۲ منډو هدف یې وټاکه.
پاکستانۍ لوبډلې یوازې د لوبې ۴۸ اورونه ولوبول او ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې.
په افغان توپ اچونکو کې مجیب الرحمن تر نورو ښه وځلېد، چې درې مهمې ویکټې یې وسوځولې.
دغه راز راشدخان او محمدنبي دوه، دوه، فضل حق فاروقي او رحمت شاه بیا یوه یوه ویکټ واخیسته.
د پاکستان په توپوهونکو کې امام الحق یوازینی لوبغاړی و ،چې نیمه سلیزه یې جوړه کړه، هغه په ۶۱ منډو وسوځېد.
دغه راز شاداب خان او افتخار احمد په ترتیب سره ۳۹ او ۳۰ وکړې.
د پاملرنې نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، چې زده کړو ته لاسرسی په افغانستان کې د ماشومانو لپاره تر ټولو لویه ننګونه ده ، او دا ننګونه د نجونو لپاره نوره هم ستونزمنه شوې ده.
دغه سازمان وایي، چې شخړې، جګړې،کډوالي، جبري بې ځایه کېدنه، طبیعي پېښې، او بېوزلي د دې لامل شوې، چې په پراخه کچه ماشومان له زده کړو بې برخې شي.
د دې ادارې د راپور له مخې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی، په سلو کې ۸۰ نجونې او ځوانې ښځې چې د زده کړو مستحقې دي، او شمېر یې دوه نیم میلیونه ته رسیږي، لیک لوست نشي کوی.
د دغه... Читать дальше...
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د دوشنبې په ورځ په خپل X شبکه (پخواني ټویټر) په یوه بیان کې لیکلي، چې لږ ترلږه په سلو کې ۷۰ افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.
د IOM د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې بېکاري مخ په ډېرېدو ده.
دغه سازمان دا هم لیکلي، چې د افغانستان د اقتصاد له سقوط وروسته کوچني او لوی کاروبارونه خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان زياته کړې، چې سږ کال له ۶۰ زره افغان کورنیو سره د مرستې لپاره ۴۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
بل پلو یو شمېر... Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته یې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې د مخکیني جمهوري نظام د کارکوونکو په اړه د بشري حقونو د نقض له ۸۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي.
یوناما " په افغانستان کې د پخواني افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد د بشري حقونو سرغړونې" تر عنوان لاندې خپل راپور کې چې نن یې خپور کړ لیکلي، په دې قضیو کې وژنې، خپلسرې نیونې، شکنجه، نا سم چلند او ګواښل شامل دي.
د یوناما په راپور کې زیاته شوې،... Читать дальше...
په داسې حال کې، چې دطالبانو حکومت تر دې دمه د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په پنځلس هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو یا سفارتخانو د ترلاسه کولو خبره کوي.
امیر خان متقي په کابل کې د سې شنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو په نوم غونډه کې وویل: " چین، ازبکستان، ترکمنستان،ایران ، پاکستان او همدارانګه په تاجیکستان کې د خاروغ قونسلګري، قرغیزستان، قزاقستان، روسیه، ترکیه، قطر، سعودي عربستان، دبۍ او مالېزیا کې زموږ د سفارتونو چارې له... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو راپور حقیقت نه لري او د دوی حکومت عمومي عفوه په ټولنیزه توګه عملي کړی ده.
ښاغلي مجاهد نن دا خبره پر خپلې ایکس شبکې یا پخواني ټویټر کړی ده.
مجاهد زیاته کړې، چې د انتقام اخیستنې ځینې شخصي او نامعلوم موارد شته او د طالبانو حکومت يې په جدي ډول پلټنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت نن ویلي، داسې معتبر راپورنه يې ثبت کړي، چې ښيي طالب چارواکو د تېر جمهوري نظام د سلګونو پخوانو چارواکو او وسله والو ځواکونو له بشري حقونو جدي سرغړونې کړې دي. Читать дальше...
د اسلام اباد جوډيشل مجسټرېټ نن (د اګست پر ۲۲مه) د ايمان مزارۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزير پرضد د پوليسو په ترنول تاڼه کې د درج شوي مقدمې د اورېدنې پرمهال دا پرېکړه وکړه.
په ایران کې د بشري حقونو مرکز وایي، ایراني چارواکو د حقونو د فعالانو په ځانګړې توګه د ښځینه فعالانو د نیولو لړۍ تېزه کړې ده.
دې مرکزپرون دوشنبې په یوې خپرې کړې اعلامیه کې وویل، په داسې حال کې چې د تېرکال په سپټمبرکې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني د مړینې یوکال په پوره کیدو دی، په څه کم یوه میاشت کې ۲۲ تنه فعالان نیول شوي دي.
د ایران د بشري حقونو د مرکز په وینا، ایراني چارواکو په ټول هیواد کې د فعالینو په تیره د ښځینه فعالانو نیولو ته دوام ورکړی، ترڅو په خلکو کې د ویرې یوه څپه خپره کړي. Читать дальше...
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نن پیل شوه چې پاکستان د پچې په ګټلو سره توپ وهنه غوره کړې ده.
دغه سیالي د سریلانکا په همبنټوټا ښار کې پیل شوې ده.
د افغانستان لپاره په نننۍ لوبه کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، اکرام عليخېل، محمدنبي، عظمت الله عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، مجیب الرحمن او فضل حق فاروقي لوبه کوي.
نجیب الله ځدراڼ بیا تر لوبو وړاندې د ټپونو له امله له دې لوبلړۍ بهر شوی او پرځای یې شاهدالله کمال انتخاب شوی دی.
د پاکستان په لوبډله... Читать дальше...
د پاکستان جیو نیوز او ډان ورځپاڼو پر خپلو ووبپاڼو لیکلي چې علي وزیر او ایمان زينب مزارۍ د اګست پر ۲۱مه پر هغوی د جوړې شوې "ترهګرۍ" مقدمې په ترڅ کې عدالت ته حاضر کړل شول. پر دې مهال علي وزیر وويل چې په اسلام اباد کې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې "هېڅ ناسمه خبره" نه ده کړې.
په جنوبي وزیرستان کې د وسلهوالو په برید کې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي.
پاکستاني چاوراکو ویلي نن مشال راډیو ته ویلي، دا برید نن سهار د جنوبي وزیرستان د شولام خیسو په سیمه کې د پوځ په دوو موټرو شوی دی.
امنیتي چارواکو د نوم نه ښودل په شرط مشال راډیو ته ویلي، له وسلهوالو سره په نښته کې د پوځ د یوه چارواکي په ګډون ۱۱ نور پوځیان وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره، په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي او سیمه اوسمهال د دوی په کنټرول کې ده.
تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي... Читать дальше...
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، له خپل سربي سیال الکساندر ووچیچ سره يې پرانیستې، صادقانه او ګټوره لیدنه درلوده.
زیلنسکي نن پر خپلې ایکس شبکې يا پخوانۍ ټویټر دا خبره کړې او زیاته کړې: "د ملګرو ملتونو منشور د درناوي، د پولو د ساتنې او زموږ د ملتونو د راتلونکې په اړه په ګډ اروپايي کور کې ښې خبرې وشوې."
د اوکراین ولسمشر په خپلو خبرو کې د دوه ارخیزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو په ګټه وباله.
سربیا د مسکو پخوانی متحد او د لودېدیځ له هغو بندیزونو سره چې پر روسیې يې لګولي دي خپل مخالفت څرګند کړی دی. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي چې دوی د پاکستان حکومت او 'ټي ټي پي' ترمنځ د دوی په خوښه د څو ځلي مذاکراتو کوربتوب کړی.
متقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې ملت د حساب ورکونې په نوم په یوې غونډه وویل چې دوی په دې برخه کې یوازې له ښېکلو خواو سره د خبرو زمینه سازي کړې ده.
د هغه په وینا، سره له دې چې په دې خبرو کې پر مختګونه هم شوي وو، خو په پاکستان وروستي سیاسي تحولاتو د دغو خبرو بهیر ودراوه.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له دې... Читать дальше...
طالبانو په کابل کې د ایران د نیمه دولتي تسنیم خبري اژانس عکاس او ویب لیکونکی نیولی دی.
دې خبري اژانس نن پر ټویتر لیکلي، محمد حسین ولایتي د شنبې په ورځ د کابل له هوايي ډګره نیول شوی دی.
د تسنیم خبري اژانس په خبره، ولایتي په قانوني ډول افغانستان ته تللی و او د نیول کېدو په اړه ورسره طالبانو هېڅ ډول جزییات نه دي شریک کړي.
تر اوسه طالبانو هم د ولایتي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د یوه ایراني عکاس نیول په داسې حال کې دي چې همدا مهال د افغان اصله فرانسوي خبریالان... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندیه ماموریت یا یوناما وايي، په تېرو دوو کلونو کې د تېر جمهوري نظام څه باندې دوه سوه چارواکي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
یوناما ویلي، داسې معتبر راپورنه يې ثبت کړي چې ښيي طالب چارواکو د تېر جمهوري نظام د سلګونو پخوانیو چارواکو او وسلهوالو ځواکونو پر وړاندې له بشري حقونو جدي سرغړونې کړي دي.
دا راپور چې نن یوناما خپور کړی، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰مې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنې لاندې يې د تېر جمهوري نظام د چارواکو او وسلهوالو... Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له واکمنۍ را وروسته افغانستان د بربادۍ په څنډه ولاړ دی.
د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو، د نجونو او ښځو زدهکړو، بیان ازادۍ او ملکي مرګژوبلې په اړه د طالبانو یو شمېر ځپونکو اقداماتو ته کتنه کړې.
دې سازمان په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر په یو بیان کې راغلي چې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته افغانستان د بربادۍ په څنډه ولاړ دی.
په بیان کې یو شمېر ارقام خپاره شوي او لیکي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، یعنې د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۲ کال تر جون پورې طالبانو ۱۲۴۷ کسان نیولي چې ۱۸۸ یې ښځې دي. Читать дальше...
د دې لوبلړۍ کوربتوب افغانستان کوي. افغانستان تر دې وړاندې په متحده عربي اماراتو، هندوستان او قطر کې د خپلو مېلمه لوبډلو کوربتوب کړی دی.
په خوست ولایت کې اوس مهال د تفریح او ساعت تیري لپاره د هغه ولایت لېرې پرتو شنو او سړو سیمو ته د ځوانانو ورتګ زیات شوی دی. د سیمې خلک وایي پخوا د ګواښونو له کبله لېرې ځایونو ته نه شول تلای او څو محدودو ځایونو ته به ورتلل خو اوس د غرونو تر لمنو او ورشوګانو ورځي.
تفصیل په ویډیو کې
په مېنسک کې د امریکا سفارت له خپلو اتباعو غوښتي چې سملاسي له بېلاروسه ووځي.
د ازادي راډیو بېلاروسي څانګې ویلي چې د امریکا سفارت پرون دوشنبه خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې بېلاروس ته دې سفر هم نه کوي.
سفارت په دغه خبرداري کې خپلو اتباعو ته ویلي چې له بېلاروسه د وتلو لپاره دې د لېتوانیا او لاتویا له پرانستو ځمکنیو بندرونو یا الوتکو نه کار واخلي.
په بېلاروس کې د متحدو ایالتونو سفارت په تېره اپرېل میاشته کې هم خپلو اتباعو ته ورته خبرداری ورکړی و.
تازه خبرداری وروسته تر دې ورکول کېږي چې لېتوانیا... Читать дальше...
د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره له افغانستانه بهر افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، دغه پروسه په تهران کې د دوی د سفارت له خوا پېل شوې او په خبره یې نورو سیاسي استازولیو کې هم دا کار کېدونکی دی.
هغه وويل: "په لومړي ګام کې د پاسپورټونو د وېش پروسه د نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره پېل شوې ده. د افغانستان اسلامي امارت په ایران کې افغان مهاجرینو ته ډاډ ورکوي او هڅه کوي چې ډېر ژر د نورو افغانانو لپاره هم د پاسپورټونو د وېش پروسه... Читать дальше...
ډیلي پروګرس:
ډیلي پروګرس امریکایي ورځپاڼې د افغانستان پر فضا د نړیوالو سوداګریزو الوتکو پر تګ راتګ یوه لیکنه خپره کړې او سر کې یې دا پوښتنه کړې چې: "څوک د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان پر فضا الوتنه کولای شي؟"
ورځپاڼې په دې اړه د اسوشېټېدپرېس خبري اژانس راپور خپور کړی چې په کې ویل شوي، د طالبانو له بیا واکمنۍ دوه کاله وروسته د امریکا د هوایي چلند فدرال ادارې د افغانستان پر فضا ملکي الوتنو ته شرایط اسانه کړي دي.
په مطلب کې د امریکا د هوایي چلند ادارې په حواله راغلي، هغه الوتکې چې له ۳۲... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې پر بهرنیو ډیپلوماتانو نیوکه کړې چې د افغان مېرمنو غږ نه اوري.
هیدر بار دا خبره په کابل کې د طالبانو له خوا د شپږو افغان ښځينه فعالانه د موقتي بندیانېدو په غبرګون کړې ده.
مېرمن بار ویلي، ډیپلوماتان د هغو فعالانو غږ چې له بهر یې پورته کوي په بېلابېلو پلمو نه اوري.
اخوا د افغانستان د پخواني پارلمان یوې غړې مریم سلیمانخېل هم نیوکه کړې چې د هغې په خبره په بهر کې د طالبانو خواخوږي د افغان ښځينه فعالانو غږ نه اوري او په افغانستان کې دننه هم خاموشه یا له طالبانو په وېره کې دي. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России