Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

Новости за 03.08.2023

د طالبانو حکومت: یو میلیون افغانان په تور او سپین زیړي ناروغۍ اخته دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت یو میلیون کسان په افغانستان کې په تور او سپین زیړي اخته دي او دا شمېر مخ په زیاتېدو دی. د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال حبیب الله اخندزاه د چهارشنبې په ورځ د هپیټایټ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه خبرې کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې شاوخوا ۶۸۰ زره کسان په هپیټایټ بي او ۳۲۰ زره تنه په هپیټایټ 'سي' اخته دي. ده د ۲۰۱۷ کال څخه د روان کال د جون میاشتې پورې په دغه ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر په اړه زیاته کړه: "له ۲۰۱۷ کال څخه... Читать дальше...

افغانستان سره د بریتانیا د ۷۶ سلنې بودیجې کموالی؛ چيمپيون: ښځو او ماشومانو ته مرګوني خطرونه پېښوي

Pa.azadiradio.com 

د کارګر ګوند استازې او د بريتانيا د استازو جرګې د نړيوالې پرمختيايي کمېټې مشره سارا چيمپيون خبرداری ورکوي چې د افغانستان، يمن او د افريقايي هېوادونو په ګډون يو شمېر هېوادونو ته یې د هېواد د پرمختيايي بودیجې په کمېدو سره به ښځو او ماشومانو ته مرګوني خطرونه پېښ شي. هغه خبرداری ورکوي چې د افغانستان، یمن او یو شمېر افریقايي هېوادونو په څېر په بشري ناورین کې د ښکېلو هېوادونو لپاره د بریتانیا د بهرنیو مرستو د بودیجې کمېدل به ښځو او ماشومانو لپاره وژونکې پایلې ولري. په هغه اعلاميه کې چې د چهارشنبې په... Читать дальше...

د طالبانو حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۰ نوې ولسوالۍ جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۴۰ نوې ولسوالۍ جوړې کړي. د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د اکمالاتو معین عبدالله مختار د پنجشنبې په ورځ په کابل کې 'ملت ته د حکومت د حساب ورکونې پروګرام' په غونډه کې وویل چې دغه وزارت، د ۲۷ ولسوالیو حدود 'حدود اربعه' هم ټاکلي، چې په خبره يې پخوا تصویب شوې وې. عبدالله مختار زیاتوي چې د طالبانو حکومت سل نوي کلي هم جوړ کړي دي. هغه وویل: "د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سل کلي نوي جوړ شوي دي. د... Читать дальше...



روفي: اسلام اباد کې پولیسو افغانان نیولي او بېرته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، پولیسو تېره شپه په دغه ښار کې لسګونه افغانان نیولي او نن سهار یې د پیسو په بدل کې خوشې کړي دي. د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، د دغه هېواد پولیسو د پنجشنبې په شپه ناوخته په 'ایف ۱۷' کې د افغانانو په کورونو ورغلي او ۳۴ تنه یې نیولي دي. دغه شورا زیاتوي، که څه هم دوی د پنجشنبې په سهار د پیسو په بدل کې دوی بېرته خوشې کړل، خو د نیولو پر مهال چې د افغانانو کورونو ته ورننوتي دوی یې ځورولي دي. په اسلام اباد کې د افغان... Читать дальше...

هندوستان او وېسټ اینډیز د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن د کوربه وېسټ اینډیز او هندوستان ترمنځ د ۵ شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل شي. دغه سیالۍ به د ویسټ اینډیز په بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي. تر دې وړاندې دواړو لوبډلو د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړه چې دوه د یو پر وړاندې هندوستان وګټله. همدارنګه د روانو سیالیو په ترڅ کې لومړی د یادو هېوادونو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو لوبلړۍ هم ترسره شوې وه چې یو د صفر پر وړاندې هند ګټلې وه.

د ښځینه فوټبال نړیوال جام ګروپي پړاو بشپړ شو

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ګروپي پړاو سیالۍ نن پای ته ورسېدې او تر دې وروسته به د ۱۶ غوره لوبډلو مرحله پیلېږي. د ګروپي پړاو په ترڅ کې نن وروستۍ دوه سیالۍ ترسره شوې چې مراکش یو د صفر پر وړاندې کولمبیا ته ماتې ورکړه. دغه راز په دویمې سیالۍ کې بیا سویلي کوریا او جرمني خپله سیالي یو د یو پر وړاندې مساوي کړه. سبا د جولای په ۴مه نېټه هېڅ سیالي نه‌شته او د همدې میاشتې په ۵مه نېټه د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو د سویس او هسپانیې په لوبې سره پیلېږي. د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته د هسپانیې، سویس، کولمبیا، مراکش،... Читать дальше...

په کابل کې یو ګرځنده ښوونځي لسګونه ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

Pa.azadiradio.com 

د کابل د خاک جبار ولسوالۍ په یو ګرځنده ښوونځي کې د نجونو په ګډون لسګونه ماشومان زده کړې کوي. دغه ښوونځی د زده کړو د فعالانو د یوې ډلې له لوري جوړ شوی او په کمو ښوونیزو امکاناتو یې دغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده. نور په ویډیو کې:

شان خان وايي ټولنیزو شبکو هنرمندانو ته زیاته ګټه رسولې ده

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په هارون باچا هنري ګړۍ کې د جنوبي وزیرستان له سندرغاړي شان خان سره خبرې کړې دي. نوموړی اوسمهال په اسلام اباد کې اوسي او د پښتو تر څنګ یې په اردو ژبه هم سندرې ویلې دي. شان خان د نومیالي سندرغاړي کمال مسید زوی دی. دی وايي، ټولنیزو شبکو د ده په ګډون ګڼو پښتنو هنرمندانو ته ګټه رسولې ده. په خپرونه کې د خان د ژوند او هنر په اړه نورې خبرې او سندرې اورېدای شئ.



مککال: له طالبانو سره د امریکايي استازو خبرې باید ودرول شي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال د افغانستان لپاره د دغه هېواد له استازو غوښتي چې له طالبانو سره دې خبرې ودروي. په دوحه کې د امریکا د استازو او د طالبانو حکومت د دوه ورځنۍ غونډې په اړه له غبرګونونو وروسته د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال د افغانستان لپاره د دغه هېواد له استازو وغوښتل چې له طالبانو سره خبرې ودروي. جمهوري غوښتونکی مایکل مککال د ډیموکرات جو بایډن د ادارې، په ځانګړې توګه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو، یو له سخت منتقدینو څخه دی. Читать дальше...

د طالبانو حکومت د پاکستان په ناامنیو کې د افغانانو ښکېلتیا رد کړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوي رد کړې چې وايي، د دې هېواد په وروستیو ناامنۍ کې افغانان ښکېل دي. مجاهد نن پر ټویټر لیکلي چې د بېلابېلو پاکستاني چارواکو له خوا په دې دغه هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه پر افغانستان لګول شوي تورونه ردوي. مجاهد زیاته کړې چې د دوی حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر خلاف وکارول شي. د طالبانو د حکومت ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې بېلابېلو پاکستاني چارواکو په وروستیو کې په افغانستان کې د... Читать дальше...

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه نن په استانه کې پيل شوه. د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۱۵۰ تنه افغان چارواکي او سوداګر دغې غونډې ته وربلل شوي دي. د دې وزارت په خبره، په دغو کسانو کې هېڅ داسې کس نه شته چې د نړیوالو له خوا دې د بندیزونو په لېست کې شامل وي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وایي، د دوی د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزې نښلېدا دغې غونډې ته ورغلی دی. د دغه وزارت په وینا، د غونډې مقدماتي مراسم پرون چهارشنبه پيل شوي دي. Читать дальше...

ډونالډ ټرمپ د ځواب ورکونې لپاره محکمې ته حاضرېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې نن د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د فدرال محکمې د قاضي پر وړاندې حاضر شي. د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن اګست ۳مه د دغه هېواد فدرالي محکمي ته ورغوښتل شوی څو د خپلو تورونو په وړاندې د قاضي پوښتنې ځواب کړي. ډونالډ ټرمپ په دې تورن دی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو په لټه کې و. ټرمپ څو ځلې ادعا کړې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې درغلۍ شوې، خو اوسنی ولسمشر جوبایډن وايي، د ټرمپ د دې ادعا په اړه هېڅ ثبوت نه‌شته. د ټاکنیزو درغلیو په... Читать дальше...

په ارزګان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د والیبال یو میاشتنۍ سیالۍ د الهام لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د ارزګان ولایت د سپورټ د برخې مسوولان وايي، د دې سیالیو څخه يې هدف له نشه‌یي توکو سره مبارزه وه. دوی وايي، غواړي دغلته ځوانان وهڅوي څو له نشه‌يي توکو لاس واخلي او سپورټ ته مخه کړي. په ورته مهال لوبغاړي په دې ولایت کې د یوه معیاري لوبغالي، روزونکي او نورو اسانتیاوو غوښتنه کوي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

ناوې یې کور کې انتظار کاوه خو د اعجاز احمد مړی یې وروړ

Mashaalradio.com 

د باجوړ په چاودنه کې هغه ځوان هم ووژل شو چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې یې واده کړی وو. د اعجاز احمد کورنۍ وايي، د نوموړي ناوې له دود سره سم په اوومه کور ته تللې وه او د جولای پر ۳۰مه خسرګنۍ ته ستنه شوه او د مېړه په انتظار وه خو هغه په چاودنه کې ووژل شو. په پېښه کې د احمد د ترور زوی لال زاده او د پلار د ماما زوی الحاج هم ووژل شول. په هغه ځانمرګي برید کې د ماشومانو په ګډون ۶۳ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات کسان ټپیان دي. د باجوړ په خار کې د برید ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې ومنله. په ویډیو کې د اعجاز احمد پلار او تره نور معلومات راکوي.

رباني کهر: د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي

Pa.azadiradio.com 

د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وزیرې حنا رباني کهر ادعا کړې چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي او په دې اړه یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شواهد شریک کړي دي. د دولت په چارو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ادعا کړې چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي. حنا رباني کهر پرون له یوه پاکستاني تلوېزیون آج سره په مرکه کې وویل، د بریدګرو له تابعیت څخه ښکاري چې افغانان دي. هغې وویل: "شواهد تابعیت دی، په ډېرو پېښو کې موږ ځانګړي شواهد لرو چې شریک کړي مو هم دي. Читать дальше...

د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر دویمه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل چې د عبداللهیان په مشری ایرانی پلاوی له پاکستاني لوري سره په ملاقاتونو کې د دوه اړخیزه اړیکو او په ځانګړي ډول د سیمه ییز اتصال، انرژۍ، اقتصاد او پانګونې په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان د تکواندو لوبغاړو د پنځو هېوادونو لوبغاړو ته ماتې ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړو د کوریا په نړیوالو ازادو سیالیو کې تر دې دمه د امریکا، عراق، جنوبي کوریا او ګووام لوبغاړي مات کړي دي. د تکواندو فدراسیون د معلوماتو په اساس په دویم وزن ۵۸ کیلو کې محسن رضايي خپل امریکايي سیال په دوو رونډو کې مات کړ او کوارټرفاینل ته یې لار پيدا کړه. محسن رضايي د اسیا اتل دی. حکمت الله زین په ۶۸ کیلو وزن کې عراقی لوبغاړی مات کړ او دی هم کوارټرفاینل ته ووت. رامین امیني په ۵۴ کیلو وزن کې خپل کوریايي سیال مات کړ او نیمه پایلوبې ته یې لار پيدا کړه. رامش حسیني... Читать дальше...

کراچۍ کې د یو پښتون سوداګر د وژنې ضد مظاهره شوې ده

Mashaalradio.com 

په کراچۍ کې کاروباريانو د يو پښتون سوداګر د وژنې پر ضد مظاهره کړې ده. پوليس وايي چې د اګست پر لومړۍ نېټه غلو عارف مسيد په سهراب ګوټ کې په خپل دوکان کې وژلی دی. مسید په کراچۍ کې د ټایرونو دوکان درلود. د اګست پر دویمه کاروباریانو او په کراچۍ کې اوسېدونکو ګڼو پښتنو په سهراب ګوټ کې تر یوشمېر ساعتونو پورې د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ لوی سړک تړلی وو او د مسید په وژنه کې یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله. پولیسو مظاهرچیانو ته د پېښې د پلټنو او د ککړو کسانو د ګرفتارولو ډاډ ورکړ چې تر هغې وروسته احتجاج ختم شو. Читать дальше...

خوست کې پر جادو او سړکونو څراغونه روښانه شوي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په خوست کې د ښاروالۍ لخوا د ښار پر عمومي جادو، سړکونو او کوڅو باندې لسګونه لوړ څراغونه له نصبېدو وروسته روښانه شول. د خوست اوسېدونکو د دې کار هرکلی کړی او غوښتنه کوي چې د ښار د ښکلا او د ښاریانو لپاره دې د ښاري خدمتونو د ډېرېدو لپاره نورې پروژې هم پلې شي.


Музыкальные новости
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)





Rss.plus
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)




Почти 1,4 тыс мастер-классов проведут в рамках фестиваля «Пасхальный дар»

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая

Le Parisien: на Олимпиаде в Париже будут подавать около 40 разных блюд ежедневно

На площадках фестиваля «Пасхальный дар» работают пункты обмена вещами




د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۱ مخکښه فعالان له زندانه خوشې شوي دي

Mashaalradio.com 

دا تر هغې وروسته ده چې د سیند های کورټ دوه کسیزه جرګګۍ د جولای پر ۳۱مه د حکومت له لوري د عامه نظم ساتنې د قانون له درېیمې مادې (۳ اېم پي او) سره سم، د هغوی ګرفتاري ناقانونه وګرځوله او سمدستي یې د خوشې کولو امر وکړ.

په پېکېنګ کې د سېلابونو له کبله د مړو شویو شمېر ۲۱ کسانو ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د چین په پلازمېنه پېکېنګ کې د وروستیو ورځو سخت بارانونه د اندازې له پلوه په ۱۴۰ کلونو کې په دغه ښار کې تر ټولو زیات ورښت بلل شوی دی. د پېکېنګ د هوا پېژندنې ادارې د اعلان پر اساس، د شنبې له ورځې تر پرون سهاره پورې په دغه ښار کې تر ۷۴۴ میلي متره زیات باران اورېدلی دی. تراوسه پورې د بارانونو په نتیجه کې د سېلابونو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او تر ۲۶ ډېر نور لادرکه شوي دي.

رسنۍ: د ایران په زندانونو کې ۱۱ بلوڅان اعدام شوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو رسنیو پرون چهارشنبې خبر ورکړ چې په تېرو درو ورځو کې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په زندانونو کې ۱۱ بلوڅان اعدام شوي دي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایراني څانګې په بلوچستان کې د بشري حقونو د فعالې رسنۍ 'حال وش' د راپور پر اساس وویل چې دا کسان د مخدره موادو په تور اعدام شوي خو هېڅ یوه ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې تر اعدام مخکې د کورنۍ له غړیو سره وویني او یوازې له اعدامه وروسته یې مړي کورنیو ته سپارل شوي دي. حال وش وايي چې په ایران کې د 'ښځې، ژوند او ازادي' په نوم د اعتراضونو... Читать дальше...

پاکستان: تېره میاشت د بلوچستان د ژوب پر پوځي فرقې برید افغان ترهګرو کړی و

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، تېره میاشت د بلوچستان ایالت د ژوب پر پوځي فرقې برید افغان ترهګرو کړی و. د جولای په ۱۲ مه څو وسله‌والو د ژوب په فرقه برید وکړ او لږترلږه ۱۳ تنه یې ووژل. پاکستاني چارواکو په پیل کې هم ادعا کړې وه چې برید کوونکي افغانان وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز بلوچ پرون چهارشنبې وویل په دې برید کې ۵ برید کوونکو برخه لرله چې ۳ یې افغانان وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې دا برید په کلکه غندي او په دې اندېښنه ښيي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بریدونو لپاره کار اخیستل کېږي. Читать дальше...

ایران کې د پنځو افغانانو په ګډون ۶۱ کسان اعدام شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بشري حقونو یو بنسټ چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي، تېره جولای میاشته کې ۶۱ کسان په ایران کې اعدام شوي دي. دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اعدام شویو کسانو کې پنځه افغانان او یوولس بلوڅان شامل دي. په ټوله کې څلور ښځې هم د اعدام شویو کسانو په ډله کې دي. د خبرپاڼې له مخې اعدام شوي کسان د نشه یي توکو په قاچاق، وژنو او جنسي تیریو محکوم شوی وو. د بشري حقونو یاد بنسټ وایي، روان ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې اعدامونه د پام وړ زیات شوي او په خبره یې د همدې کال له پيله تراوسه ۴۲۳ کسان دغه هېواد کې اعدام شوي دي. Читать дальше...

خوست کې د یوه ماشوم د اختطاف په تور دوه انسان تښتونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې هغه دوه تنه انسان تښتونکي نیول شوي چې د تېرې جمعې په ورځ یې یو دوه نیم کلن ماشوم اختطاف کړی و. د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت پرون وویل، ځانګړو ځواکونو یې دغه کسان داسې مهال ونیول چې تښتول شوی ماشوم یې وژلی و. پېښه د خوست په مرکز متون کې شوې چې تراوسه یې نور جزییات نه دي خپاره شوي. تر دې وړاندې هم په خوست او نورو ولایتونو کې ورته جنایي پېښې شوي چې لامل یې بې کاري او روانه بې وزلي بلل شوې ده. په تېره اپرېل میاشته کې د خوست د صرافانو په مارکېټ کې نامعلومه کسانو یو صراف په ډزو وواژه او پیسې یې ترې وې وړې.



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

В Австралии отметили столетие Булата Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Українські новини

Депутат Миколаївської облради Кормишкін вперше опублікував своє весільне фото



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России