په کندهار کې د روغتیا نړیوال سازمان د معتادینو د سل بستریز روغتون مالي چارې پر غاړه واخیستې.
دغه مرکز، چې له تېرو دوه کالو راهیسې پرې د بهرنیو موسساتو مرستې بندې شوې وې اوس یو ځل بیا د روغتیا نړیوال سازمان لهخوا ټول امکانات ورته برابر شوي او د یوه کال لپاره به د یوه میلیون ډالرو په لګښت حمایه کېږي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' مسوولان وایي، که چېرې د دوی له مرسته شویو امکاناتو څخه ښه کار واخیستل شي نو د معتادینو په برخه کې همکاريو ته دوام ورکوي.
نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ... Читать дальше...
د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان په یو برید او تر هغې وروسته په نښته کې دوه مشکوک وسلهوال وژل شوي دي او درې سرتېري ژوبل دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر 'ای اېس پي ار' په بیان کې ویلي چې د اګست پر ۱۳مه د بلوڅ بېلتونپالې ډلې 'بلوڅ لېبرېشن ارمي د مجید برېګېډ' وسلهوالو په ګوادر کې هغه مهال پر کاروان برید وکړ چې چینايي انجینران له هوايي ډګره د بندر ودانۍ پر لوري روان وو.
په بیان کې راغلي چې امنیتي ځواکونو چینايي انجینران خوندي ځای ته انتقال کړل او په برید کې هغوی ته مرګژوبله نه ده اوښتې. Читать дальше...
د 'رواداري' سازمان په یوه راپور کې ادعا کړې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۸۳ کسان د طالبانو او نامعلومو کسانو لهخوا په هدفي او مرموز ډول پرته له محاکمې وژل شوي دي.
یاد سازمان د شنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو ادعا وکړه چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې ګڼې پېښې شوې دي.
دې سازمان ویلي، په دې موده کې د طالبانو او نامعلومو کسانو لهخوا په هدفي، مرموز او پرته له محاکمې ۲۸۳ کسان وژل شوي او ۵۹ نور په ورته پېښو کې ټپیان شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو جام په سیالیو کې د میانمار هېواد ته ماتې ورکړه او درېیم مقام یې خپل کړ.
یاده سیالي نن د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه چې افغانستان ۵ د یو پر وړاندې میانمار ته ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې وګاټه.
افغان لوبډلې د دې ټورنمنټ په لومړي پړاو کې له چک جمهوریت او موزمبیق سره خپلې سیالۍ مساوې کړې، خو په نیمه پایلوبه کې یې له تایلینډ هېواد څخه ماتې وخوړه.
باید وویل شي چې د مرکزي اسیا په سیالیو کې افغان لوبډلې دویم مقام ګټلی و.
ټاکل شوې چې د هندوستان او کوربه وېسټ اینډیز ترمنځ نن پنځمه شل اوریزه سیالي ترسره شي.
دواړو لوبډلو تر دې دمه د دې لوبلړۍ ۴ سیالۍ لوبولي دي چې لومړنۍ دوه یې وېسټ اینډیز او وروستۍ دوه یې هند ګټلې دي.
د نننۍ سیالۍ ګټونکې لوبډله به د دې لوبلړۍ ګټونکې وي.
باید وویل شي چې هندۍ لوبډله د هارډیک پانډیا تر کپتانۍ لاندې په دې لوبلړۍ کې لوبېږي او د ځینو نوموتو لوبغاړو پر ځای په دې لوبلړۍ کې اکثریت ځوانان لوبول کېږي.
د افغان الاصله امریکايي او د تېر جمهوري نظام د ملکي او هوايي چلند ادارې د پخواني رییس محمودشاه حبیبي پلار په یو لیک کې د طالبانو د حکومت له مشر غوښتي چې زوی یې خوشې کړي.
په دغه لیک کې د حبیبي د پلار له قوله راغلي چې زوی یې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په یوه خصوصي امریکايي شرکت کې چې د فضايي رادارانو د کنترول مسوولیت یې درلود؛ کار کاوه.
په دې لیک کې راغلي چې حبیبي یو کال وړاندې د ۲۰۲۲ کال د اګست په لسمه د کابل په شېرپور سیمه کې د خپل کور له مخې د طالبانو له خوا ونیول شو.
په لیک کې دا... Читать дальше...
د چارسدې یو اوسېدونکی ابراهیم کاکا وايي، د ۱۹۴۸ز کال د اګست پر ۱۲مه په بابړه کې د خدايي خدمتګارو تحریک ګڼو غړو او پلویانو د خان عبدالغفار خان باچا خان د زنداني کېدو ضد مظاهره کوله چې د هغه وخت صوبايي حکومت امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې او لسګونه کسان یې ووژل. عوامي نیشنل ګوند هر کال د اګست پر ۱۲مه د هغې پېښې د ښکار شویو د یادولو ورځ لمانځي. نور په ویډیويي مرکه کې.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سرپرست سفیر وايي، د دوی یو پلاوي وروستیو کې د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې د معلومولو لپاره د 'د هراود دستګاه' څخه لیدنه کړې.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي خبر ورکړی چې د دوی یو پلاوي په لومړي ځل په هلمند کې د دهراود د اوبو کچې د معلومونې له دستګاه لیدنه کړې.
د دهراود دستګاه د کجکي بند څخه پورته ده او د هلمند سیند ته د بهېدونکو اوبو اندازه معلوموي.
حسن کاظمي قمي پرون د 'اخرین خبر' په نوم ایراني رسنۍ سره مرکه کې ویلي... Читать дальше...
د پښتنو نجونو او ښځو ستونزو په اړه د "نوې نړۍ" خپرونې په دې برخه کې د ښځو پر ژوند د سورې پر اغېز غږېدلي یو. د پښتنو په ځینو سیمو کې د یو کس تر وژنې وروسته د راضي نامې او یا هم د دښمنۍ ختمولو لپاره د پړ یا ملامته کس کورنۍ خپله نجلۍ مخالف لوري ته ورکوي او هلته یې ودوي. له دې سره دښمني ختمه شي خو نجلۍ اکثر د ټول عمر له کړاو سره مخامخېږي. بشپړه خپرونه واورئ.
اوکرایني چارواکو د دغه هېواد په جنوب کې د روسیې د حملو له کبله د ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی.
د اوکراین د خرسون سیمې پوځي ادارې نن د ټلګرام په یوه پیغام کې اعلان وکړ، چې د روسیې په راکټي حمله کې د یوه نوزېږي او بل ۱۲ کلن ماشوم په ګډون ۷ ملکیان وژل شوي دي.
په دغو پېښو کې ۶ کسان ټپیان شوي دي.
د حملې په نتیجه کې د څو ساحو د استوګنې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا د نیکوپول ښار په شا و خوا کې هم پر ملکي ساحو د حملې خبر ورکړی دی.
چارواکي وايي، لس توغندي پر نیکوپول او چیرونو ګري ګوریفسک ښارګوټي لګېدلي دي. Читать дальше...
د کابل ښار يو شمېر دوکانداران وايي، د بازار د نشتوالي او د جوازونو د ټکس په ګډون د لوړو مالياتو له امله يې خپل دوکانونه تړلي دي.
په افغانستان کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتوالي په اړه د شکایتونو په دوام د کابل ښار یو شمېر دوکانداران وايي چې خپل دوکانونه یې تړلي او اوس بېکاره دي.
دوی د دې کار لامل د طالبانو د حکومت لهخوا د دوکانونو د جوازونو د مالیې په ګډون د پېر او پلور کموالی او د مالیاتو زیاتوالی بولي.
فرهاد چې د کابل ښار په اتمې ناحيه کې دوکان لري، وايي پخوا به يې موبايلونه او کمپيوټرونه پلورل، خو د اوس لپاره يې هټۍ تړلې ده. Читать дальше...
د خيبر قومي او سياسي اتحاد په نوم د یوشمېر ګوندونو او ډلو اېتلاف په احتجاجي جلسه کې له حکومته غوښتنه کړې ده چې هلته دې د خلکو ژوند او مال خوندي کړي. د اګست پر ۱۲مه په باړه کې د امن لپار جلسه پر داسې مهال شوې چې په وروستیو کې په خیبر کې پر امنیتي سرتېرو یوشمېر حملې شوې دي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د سیمې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو ضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، په خیبر کې یې د وروستیو حملو په تړاو یوشمېر مشکوک وسلوال نیولي دي. ویډیويي رپورټ.
د کندهار اوسیدونکي د بي کیفیته تېلو له خرڅلاو څخه شکایت لري.
دوی وايي د کندهار په بازارونو کې ټیټ کیفیته تیل پلورل کېږي، چې له امله يي د دوی نقلیه وسایط خرابیږي او مالي زیان ورته اوړي.
دوی د طالبانو له حکومت څخه په ګمرکونو او ښار کې د تیلو د کیفیت د جدي پلټڼي غوښتنه کوي.
په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له کېکاږلو سره واورئ:
په ګوادر کې دا برید پر داسې مهال شوی دی چې تر دې مخکې د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په درو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.
«پنځه لبنياتو سره په لېن کې يو، پر هغو لا کله کله ډېرې وي، وايي مه يې راوړه. .»
دا د ازاد شاه خبرې دي، هغه څوک چې د هلمند ولايت لوی مانده سيمه کې ۱۲ غواګانې لري او هره سهار تر ملا اذان وروسته لبنياتو ته د پلور لپاره شيدې وړي.
نوموړي ازادي راډيو ته وويل، تېرو کلونو کې يې کاروبار دومره ښه و چې حتی د يوه لبنياتو د شيدو غوښتنه يې نهشوای پوره کولی، خو اوس د ده له ۱۲ غواګانو لوشل شوې شيدې حتی پر شپږو لبنياتو هم ډېرې دي.
نوموړې وايي: "مخکې له يو لبنيات سره لېن وم، کاروبارونه ښه و، اوس د پخوا په نسبت کارونه سره کمزوري دي، نو په دغه خاطر پنځه ... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه او بهر ځوانانو ته د کاري فرصتونو د نه شتون خبره کېږي، یو افغان ځوان او ملګرو یې په بلجیم کې د یو رستورانت په جوړولو سره ۱۸ کسه نورو افغان ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.
سنګر ساپی وايي، د دوی رستورانت اوس ډېر ښه نوم پیدا کړی او له بلجیم سربیره له نورو اروپايي هیوادونو هم خلک د افغاني خوړو لپاره دوی ته ورځي.
زمونږ همکارې ثنا کاکړ له ښاغلي ساپي سره خبرې کړي او دا راپور یې پرې چمتو کړی دی.
د راپور د اوريدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې فعالیت زیاتېدو ته اندېښنه ښيي او وايي، د دې هېواد وضعیت لا پسې پېچلی شوی او سیمې او نړۍ ته یې یو ګواښ رامنځته کړی دی .
نړیوالې سولې او امنیت ته د داعش لهخوا د متوجه ګواښ او ورسره د مبارزې په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په ۱۷م راپور کې چې امنیت شوراته یې ورکړی راغلي، داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپلې عملیاتي وړتیاوې زیاتې کړي او تر خوا یې د وسلهوالو او د کورنیو د غړو شمېر یې له ۴زرو تر ۶زرو کسانو پورې اټکل شوی دی.
د طالبانو... Читать дальше...
د اوکراین لویې څارنوالۍ نن وویل، چې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل له پیله لږ تر لږه ۵۰۰ ماشومان وژل شوي او تر زرو زیات نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي دا بشپړې شمېرې نه دي ځکه د روسي ځواکونو له خوا په اشغال شویو سیمو کې د اطلاعاتو راټولول سخت کار دی.
د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمشنرۍ تېره میاشت په یوه راپور کې وویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په بهیر کې تر ۹۳۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي او تر ۱۶۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
روسیې د اوکراین پر ښارونو خپلو هوايي حملو ته دوام ورکړی دی.
نن سهار وختي د سوریې له پلازمېنې دمشق دباندې د وسلو د زېرمې په یوه ډیپو کې چې د ایران پلوه ملېشه وو په کنټرول کې ده، چاونه شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، په لندن کې دېره د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي د چاودنې علت معلوم نه دی، خو د سوریې په لس کلنه کورنۍ جګړه کې اسرائیل په سوریه کې دننه په سلګونو هوايي حملې کړې دي.
دېته ورته وروستۍ پېښه تېره دوشنبه شوې وه، چې د سوریې دولتي رسنۍ وویل د اسرائیل په هوايي حملو کې د دمشق په شا و خوا کې سیمې ویشتل شوي او د سوریې د پوځ څلور سرتېري دغه راز دوه افراطي وسلوال یې وژلي دي. Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو د هاوايي ایالت په تاریخي ښارګوټي ماوي کې د ځنګله د اورلګېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۸۹ ته زیات شوی دی.
چارواکو پرون شنبه وویل چې لا هم په نورو کسانو پسې د پلټنې عملیات روان دي.
دا په یوه پېړۍ کې د امریکا په ځنګلونو کې د اورلګېدنې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې ده.
د هاوايي والي جاش ګرین (Josh Green) نن ویلي په ویست ماوي کې د دې اورلګېدنې له کبله چې تېره جمعه پیل شوې، لږ تر لږه ۲۲۰۰ بلډنګونه یا زیانمن شوي یا هم نړېدلي، چې ۸۶ فیصده یې د استوګنې ودانۍ وې.
ویل شوي دغه اور د ۶ ملیارد ډالرو په ارزښت زیانونه اړولي دي. Читать дальше...
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت راروانه سې شنبه پر افغانستان د طالبانو د ولکې بیاټینګولو د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
طالبان، چې حکومت یې د یوه هېواد له خوا هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، دا ورځ د خپلې بریا په توګه په داسې حال کې لمانځي چې لا یې هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.
دغه راز یې د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونو دروازې هم تړلي او ښځو ته اجازه نه شته چې په غیردولتي نړیوالو او کورنیو ادارو کې کار وکړي او د ملګرو... Читать дальше...
د تحریک انصاف مرستیال مشر شاه محمود قریشي د اګست پر ۱۲مه په ویډیويي بیان کې هیله ښوولې چې لنډمهالی وزیراعظم به راڼه انتخابات کېدل باوري کړي. "هغه ته لویه ذمه واري سپارل شوې ده. دا مسوولیت په ملک کې د شفافو او له درغلیو د پاکو انتخابات کول دي. موږ غواړو چې په هېواد کې پر ټاکلي وخت انتخابات وشي."
افغان همجنسبازان دردونکې کیسې لري. دوی تل تبعیض، شکنجې او ان وژلو سره مخ شوي، خو د طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې تر ټولو سختې شېبې زغمي. طالبان دوی مجرمان بولي او سزا ورکوي. دا راپور، د طالبانو په دوه کلنۍ واکمنۍ کې د همجنسبازانو وضعیت ته کتنه لري.
د افریقايي دولتونو اقتصادي ټولنه په پام کې لري، چې نایجر ته پارلماني کمیټه واستوي څو د کودتا له پوځي مشرانو سره وګوري.
دا خبر د پارلمان یوه ویاند پرون رسنیو ته ورکړ.
د نایجر پوځ تېره میاشت ولسمشر محمدبازوم بندي کړ او قدرت یې په خپل لاس کې واخیست چې دې کار نړیوالو قدرتونو وغانده او د پوځي اقدام ګواښ یې وکړ، خو دوی په عین حال کې وویل چې غواړي روان کړکېچ له سوله ایزې لارې حل شي.
د نایجر نويو پوځي واکمنو له دې مخکې د افریقايي دولتونو د ټولنې، امریکا او نورو هېوادونو هڅې رد کړې دي چې ورسره، د... Читать дальше...
په منځني ختیځ کې د لویدیځو هېوادونو په ملاتړ مېشتو سمندري ځواکونو هغو کښتیو ته چې له هرمز تنګي څخه تېرېږي خبرداری ورکړی، چې د ایران له سمندري اوبو تر وسې وسې لیرې سفر وکړي څو د ایران له خوا ولجه نه شي.
دې ورته خبرداری د روان کال په پیل کې هرمر تنګي ته نژدې د دوو ټانکرونو له ولجه کېدو مخکې هم ورکړل شوی و.
په داسې حال کې چې متحدایالات او ایران هغې احتمالي معاملې ته نږدې شوي، چې له مخې به یې د څو میلیارد ډالرو په ارزښت د ایران شتمنۍ، د پنځو ایراني الاصله امریکايي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России