د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې راتلونکې اوونۍ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیلوي.
د افغانستان ملي لوبډلې نوی ټاکل شوي روزونکي په تړاو هر اړخیز معلومات هم اورېدلی شئ.
د تکواندو نړیوالو سیالیو کې دوه افغان لوبغاړو د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.
په خپرونه کې به دا هم واورئ چې د ښځینه فوټبال نړیوال جام پایلوبې ته انګلستان او اسپانیا ځانونه رسولي دي.
روانه اوونۍ د کرکټ دوه مخکښو لوبغاړو له نړیوال کرکټ سره مخه کړې، خو بین سټوکس یو وار بیا د انګلستان د یو ورځنیو سیالیو لوبډلې ته راستون شوی دی. Читать дальше...
دوه کاله وړاندې له سختې جګړې پرته د ولایتونو د پرلهپسې سقوط وروسته طالبان کابل ته ننوتل او شل کاله وروسته يې د دوهم ځل لپاره پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.
خو د ولایتونو او کابل د سقوط پر مهال ولې افغان امنیتي ځواکونه ونه توانېدل چې د طالبانو پر وړاندې د جمهوریت دفاع وکړي؟
په افغانستان کې د نسکور شوي جمهوري حکومت د څارنوالانو ټولنه دعوه کوي چې طالبانو نېږدې ۳۰ پخواني څارنوال وژلي او ۴۰ یې شکنجه کړي دي. طالبانو د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو ادعا کوي چې د ټولو وګړو امنيت یې خوندي کړی دی. د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼې څارنوالانې هېواد پرېښودو ته مجبوره شوې دي خو یوشمېر یې لا هم په افغانستان کې پټ ژوند کوي. په دې ویډیو کې د هغې څارنوالې له کیسې خبرېږئ چې پخوا یې د داعش او طالب وسلوالو قضیې څېړلې.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا د یوې تازه اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د سختې اندېښنې وړ بللی دی.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ډيپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د همغږۍ شورا د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنېدو په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په تېرو دوه کلونو کې په افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو له لوري سخت او ځورېدونکي محدویتونه لګول شوي دي.
دغې شورا د سه شنبې په ورځ د یو ټویټ له لارې په خپلې... Читать дальше...
د انګلستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
د کوربه اسټرالیا او انګلستان ترمنځ نن چهارشنبه نیمه پایلوبه ترسره شوه چې ۳ د یو پر وړاندې انګلستان وګټله.
لومړۍ نیمه پایلوبه د اګست په ۱۵مه نېټه د اسپانیا او سویډن ترمنځ شوې وه چې اسپانیا ګټلې وه.
ټاکل شوې چې انګلستان او اسپانیا د اګست په شلمه نېټه پایلوبه ولوبوي.
اسټرالیا او سویډن به د اګست په ۱۹مه نېټه د درېیم مقام ګټلو لپاره مبارزه وکړي.
د ویلو ده چې د ښځینه فوټبال... Читать дальше...
د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د يوه سياسي ګوند پخوانی مخکښ او د اسټېبلشمېنټ يو نېږدې کس ګڼل کېږي، نو ایا هغه به راتلونکې ټولټاکنې په شفافه توګه وکړا شي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي.
د انګلستان کرکټ بورډ تر پرلهپسې هڅو وروسته یو وار بیا د دوه نړیوالو جامونو ګټونکي بین سټوکس ته د راتلونکي نړیوال جام لپاره پخپله لوبډله کې ځای ورکړ.
هغه به د روان ۲۰۲۳ کال په پنځوس اوریز نړیوال جام کې د انګلستان ملي لوبډلې ته ولوبېږي.
سټوکس تېر کال د سویلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو تر لوبلړۍ وروسته پرېکړه وکړه چې نور به په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ونه لوبېږي.
نوموړی اوسمهال د انګلستان د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر دی.
د انګلستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر لوک رایټ نن چهارشنبه، د... Читать дальше...
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر پادري ازاد مارشل پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټوېټر وو، په بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی او پارېدلو کسانو د عیسویانو پر عبادتځایونو بریدونه کړي دي.
د پاکستان کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي وهاب ریاض نن اعلان وکړ چې نور نه غواړي په نړیوال کرکټ کې ولوبيږي.
ریاض په خپل ټویټر له نړیوال کرکټ څخه د خپل تقاعد خبر خپور کړی دی.
نوموړي ویلي: "له یوه نه هېرېدونکي سفر وروسته مې پرېکړه وکړه چې له نړیوال کرکټ تقاعد واخلم."
وهاب ریاض د پاکستان کرکټ بورډ، خپلې کورنۍ، روزونکو او د خپل ټیم له لوبغاړو مننه کړې چې د ده په باور ډېره مرسته یې ورسره کړې وه.
۳۸ کلن وهاب ریاض په ۲۷ ټېسټ، ۹۱ یو ورځنیو او ۳۶ نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د پاکستان استازولې کړې وه چې ټولټال یې ۲۳۷ ویکټې اخیستې وې. Читать дальше...
د برازیل د فوټبال نوموتی لوبغاړی نیمار جونیر، چې تر دې دمه یې د فرانسې د پاریسن جرمن کلب لپاره لوبه کوله د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په بیه د سعودي عربستان الهلال کلب واخیست.
له پاریسن جرمن کلب څخه د سعودي الهلال لوبډلې ته د نیمار جونیر د لېږد پروسې یوه اوونۍ ونیوله او هغه اوس عربستان ته رسېدلی دی.
له نوموړي سره دا هوکړه لیک د دوه کلونو لپاره لاسلیک شوی چې ۳۰۰ میلیونه ډالر به په نغدي ډول ورکول کېږي او د نورو جایزو له ورکړې سره به په دوو کلونو کې دا پیسې ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
نیمار تر کریسټیانو... Читать дальше...
د بې پولې خبریالانو سازمان یا 'آر ایس ایف' وايي، په تېرو لسو ورځو کې په یوې بېسارې ځپنه کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو لهخوا ۹ خبریالان په خپلسري ډول او د نیولو د لامل له څرګندولو پرته نیول شوي دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان، د خوندیتوب او عدالت غوښتنې څانګې مشر انټوني برنارد ازادي راډيو ته وویل، په داسې حال کې چې طالبان د خپلې واکمنۍ دوه کلني نمانځي، بې پولې خبریالان د ټولو هغو خبریالانو د بې قید او شرطه خوشې کیدو غوښتنه کوي چې لا هم د دوی په بند کې دي.
برنارد زیاته کړه... Читать дальше...
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه یا 'سي پي جي' د تاجکستاني خبریال خورشید فاضلوف د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
۳۷ کلن فاضلوف په دې تور په اووه کاله بند محکوم شوی چې د اخبار په نوم ویبپاڼې ته یې راپورونه ورکړې دي.
د تاجکستان حکومت دا ویبپاڼه د بنسټپالو ګڼي او بندیز یې پرې لګولی دی.
د فاضلوف مدافع وکیل د جولای په ۱۲مه له محکمې وغوښتل چې د فاضلوف دوسیې ته بیا کتنه وکړي، خو د اګست په ۱۲مه د تاجکستان سترې محکمې د خبرې غونډې پرمهال اعلان وکړ چې دا درخواست رد شوی دی.
تاجکستان د بې پولې خبریالانو د... Читать дальше...
د افغانستان بانک سبا پنجشنبې څوارلس میلیونه ډالر لیلاموي.
د طالبانو په واک کې د دغه بانک له لوري په خپرې شوې اعلامیه کې له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو غوښتل شوي چې په دې داوطلبي کې برخه واخلي.
تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په خاطر ۱۳ میلیون ډالر وپلورل.
نن د کابل په شهزاده سرای کې یو امریکایي ډالر په ۸۴،۹۰ څلور اتیا اعشاریه نوي افغانیو تبادله کېږي.
د امریکا په هاوایي ایالت کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو.
ژغورونکي په سیمه کې لا هم پلټنې کوي چې د دې ناورین قربانیان پيدا کړي.
دا اور اوونۍ مخکې ولګېد.
چارواکو وویل چې د لاهاینا په تاریخي ښارګوټي کې روزل شویو سپیو تر دې دمه ۳۲ فیصده سوځېدلې سیمه پلټلې ده.
د ایالت والي خبرداری ورکړی چې ښایي نور جسدونه هم وموندل شي.
دا په څه باندې یوې پېړۍ کې د اورلګېدو تر ټولو بده پېښه ده چې د امریکا په متحد ایالتونو کې رامنځته شوې ده.
د ښځینه فوټبال نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن کوربه اسټرالیا د انګلستان له لوبډلې سره نیمه پایلوبه کوي.
دا لوبه روانه ده.
د اسپانیا لوبډلې پرون په نیمه پایلوبه کې سویډن ته دوه د یوه پر وړاندې ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووته.
د نن ورځې د لوبو ګټونکی به له اسپانیا سره په پایلوبه کې مخامخ شي.
پایلوبه به د اګست په شلمه ترسره شي.
جولي د ویسا په نوم په یو لیک کې چې یو نقل یې مشال راډیو ته هم رسېدلی دی، ویلي چې د ویسا د خلاصون او د نجونو پر زده کړو د ټولو بندیزونو لیرې کولو غوښتنه کوي او خپل غږ پورته کوي چې نوموړی او نور فعالان خپل مهم کار ته د دوام ورکولو جوګه شي.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د پراخو اړیکو ټینګول تر هغه وخته امکان نه لري چې د افغان ښځو حقونو ته په درناوي کې پرمختګ نه وي شوی.
په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو دوه کاله پوره شول د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، متحده ایالات او د نړۍ لسګونه نور هېوادونه به تر هغه وخته له واکمنو طالب چارواکو سره اړیکې عادي نه کړي چې دوی د نورو بشري حقونو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ونه کړي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د واکمنۍ له دوه کاله پوره کېدو سره سم، په افغانستان کې وضعیت د ژورې اندېښنې وړ بللی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش وايي، په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله تېر شول او په دې هېواد کې په نجونو او ښځو د لګېدلو سختو بندیزونو او محدودیتونو په ګډون وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی.
هغه په خپله x شبکه یا پخواني ټویټر له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانان یوازې پرې نهږدي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د ګوټرېش د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب... Читать дальше...
په امريکا، جرمني، سويډن، فرانسې، اسټراليا، برتانیا، هند، بېلجيم، هالينډ، اېټاليا، سوېټزرلینډ، ناروې او ځينو نورو هېوادونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.
د پاکستان خزانې وزارت په بیان کې ویلي دي چې په تېرو دوو اوونیو په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي چې له کبله یې دې اقدام ته اړ شوی دی.
د فلسطین په غربي څنډه کې یوه ښځه خلکو ته د اس سپرلي ورزده کوي. هغه وايي، پخوا به هلته یوازې سړیو د اس سپرلي زده کوله او ښووله، خو اوس یې نجونه هم زده کوي او د اس سپرلۍ او ځغاستې په څېر په لوبو کې برخه اخلي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د پراخو اړیکو ټینګول تر هغه وخته امکان نه لري چې د افغان ښځو حقونو ته په درناوي کې پرمختګ نه وي شوی.
انټوني بلېنکن پرون د طالبانو د واکمنۍ د دوهمې کلیزې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحدایالات به بیا هم طالبان د خپلو کړو ژمنو د نه عملي کولو او په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې مسوول وګڼي.
هغه زیاته کړه چې متحدایالات او د نړۍ لسګونه نور هېوادونه په دې برخه کې ډېر واضح دریځ لري چې له طالبانو سره د هر راز عادي... Читать дальше...
د ایران د بشري حقونو مرکز وايي چې د دې هېواد د سیستان او بلوچستان او کردستان ولایتونو سني دیني عالمان د سوله ییزو مظاهرو د ځپلو په خاطر پر دولت د انتقادونو له کبله ورځ تر بلې د تعقیب، نیولو او زنداني کولو لپاره په نښه کېږي.
د دې ټولنې مشر هادي قایمي په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي ایراني چارواکي د سني ټولنو مشران له دې کبله زنداني کوي او له دندو یې باسي چې د مظاهره چیانو د وژنو او نیونو پر ضد یې خبرې کړې دي.
د قایمي په وینا، سني دیني عالمانو له دې کار پرته بل هېڅ غیرقانوني عمل نه دی کړی.
فضا ته د روسیې د فضايي دولتي ادارې روس کوزموس لهخوا د جوړې شوې نوې فضايي بېړۍ توغول تر ۲۰۲۸ کاله وځنډېدل.
روسي رسنیو د دې فضايي بېړۍ د ډیزاینر ولادیمیر کوژیوینکو له قوله دا خبر ورکړی.
په پام کې وه چې دا فضایي بېړۍ به سږکال توغول کېږي، خو د توغولو له نېټې څو میاشتې مخکې د روس کوزموس مخکېني مشر دیمیترو راګوزین اعلان وکړ چې دا کار تر ۲۰۲۴ کال پورې ځنډېدلی دی.
د مسکو ټایمز د راپور له مخې د دې پروژې د تطبیق مهلت په اوکراین کې د روسیې د جګړې له کبله وځنډول شو.
د دې فضايي بېړۍ په توغولو کې د ځنډ د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د تعلیمي چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګوردن براون وايي چې د جرمونو نړیواله محکمه باید د افغانستان روان جنسیتي تبعیض د بشریت پر ضد د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني او د دې کار له مسوولو چارواکو څخه دې تحقیقات وکړي.
براون پرون سه شنبې د اګست په ۱۵مه چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو له دوهمې کلیزې سره برابره وه، خبریالانو ته وویل چې ده خپل دا استدلال د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان ته هم په یوه لیک کې استولی دی.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د ښځو او... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России