باجوړ برید: "ابو ذر مو له جامو وپېژنده"
په وژل شویو کې ۱۱ کلن ابو ذر هم وو چې د یوې بې وزله کورنۍ غړی وو. د نوموړي پلار جاوېد خان او تره منور خان د کوز دیر په تېمرګره کې پر یوه لاسګاډي (رېړه) وچه مېوه خرڅوي. ابو ذر هم د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره پاپړ (پپړ)، چېپس او ایسکریم خرڅول.