د اګست پر پينځمه د پاکستان د پخواني وزيراعظم او تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ پر ضد د خيبر پښتونخوا په ځينو ضلعو کې وړې وړې احتجاجي مظاهرې شوې دي. په پېښور کې هم د تحريک انصاف ځينې پلويان احتجاج ته وتلي ول چې پوليسو يې ځينې ګرفتاره کړل.
د چین د هبي ایالت په بایودینګ ښار کې په وروستیو سېلابونو کې لس تنه مړه او ۱۸ نور نادرکه شوي دي. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا ارقام نن چارواکو اعلان کړي. د چارواکو په خبره، نن له غرمې مخکې د بایودینګ ښار څه باندې شپږ سوه زره اوسیدنکي چې له خطر سره مخامخ وو، نورو ځایونو ته انتقال شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې چین په دې وروستیو کې د موسمي بارانونو شاهد دی. دا بارانونه په ۱۴۰ کلونو کې بې مخینې دي.
د سوريې په شمال لویدیځ ادلب ښار کې نن سهار د روسیې د جنګي الوتکو په برید کې درې ملکي وګري وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر اساس، دا خبره د سوریي د بشري حقونو د څار سازمان کړې ده. دې سازمان زیاته کړې، د روسیې د نن سهار برید د ادلب په لویدیځ کې د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي. د سوریې د بشر ي حقونو نظارت کوونکې ډلې ویلي، په سیمه کې يې کاري ټیمونه د ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.
د طالبانو د حکومت د ازموينې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ په ۱۲ ولایتونو کې د کانکور دویم پړاو ازموینه پای ته ورسېده. د يادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دولسم ټولګي د ۲۸ زره ۶۲۵ تنو فارغانو سربېره، ۱۳۹۱ ديني عالمانو هم د کانکور په دې دوره کې ګډون کړی و. دا چې د کانکور په ياده ازموينه کې ديني عالمانو څه ډول برخه اخيستې وه، په دې اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، د ملي ازموینو ادارې او د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي هم د د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. Читать дальше...
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو جام په سیالیو کې د ګډون په موخه تایلينډ هېواد ته تللې ده. د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي،چې په مرکزي اسیا سیالیو کې د دویم مقام تر ترلاسه کولو وروسته یې د فوټسال ملي لوبډله تایلينډ ته ولیږله چې هلته د لویو وچو جام په سیالیو کې ګډون وکړي. د یاد فدراسیون په خبر کې راغلي دي چې افغانستان به په ب ګروپ کې د موزمبیق او چک جمهوریت پر وړاندې ولوبيږي. یادې سیالۍ به د اګسټ په ۷مه نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې نیټې به دوام وکړي.
د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو نن پيل شو، چې هسپانیې او جاپان پکې خپل سیالان مات کړل. د نن ورځې لومړۍ سیالي د هسپانیې او سویس ترمنځ وه، چې ۵ د یو پر وړاندې هسپانیې وګټله. دغه راز دویمه سیالي بیا د جاپان او ناروې ترمنځ وه چې ۳ د یو پر وړاندې جاپان وګټله. باید وویل شي چې د دې پړاو په سبانیو سیالیو کې به نیدرلینډ د سویلي افریقا او سویډن د امریکا پر وړاندې سیالۍ وکړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي په دې هیواد کې د کوکنارو د کښت د ختمیدو وروسته، د مالوچو په کښت او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، چې د مالوچو د کښت او حاصلاتو سربیره، یې په صادراتو کې هم د تیر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی خو تر اوسه یواځې پاکستان هیواد ته صادریږي. ښاغلي الکوزي زیاته کړه: " مالوچ د تېرو کلونو په پرتله واقعا ډیر شوي دي، ځکه د کوکنارو بدیل دی دا. موږ تیر کال ۲۰ زره ټنه مالوچ تولیدات... Читать дальше...
"زه چون زخمي هم ومه، دلته د کانکور امتحان لپاره راغلی ومه، هلته نهمې شول کولی چې کېنمه، نو دلته مې موټر کې ازموينه ورکړه." دا عبدالواسيع همدرد په نوم د یوه تن خبرې دي، چې د ازموينې ملي ادارې خپرې کړې دي. هغه پرون په ختیځ کونړ ولايت کې په ناروغ وجود ازموينه ورکړې ده. نوموړی وايي، ناروغۍ له امله یې له نورو زدهکوونکو سره يو ازموينه کې ګډون نهشو کولی نو موټر کې کېناست او ازموينه ترې واخيستل شوه. د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموينه د چنګاښ په ۲۹مه پيل شوه. د طالبانو د حکومت ازموينې ملي ادارې ويلي دي، چې... Читать дальше...
" هغه وخت مو مالي وضعیت ښه و، د میاشتې مې له ۱۷ زرو تر ۱۸زرو افغانیو معاش اخیست چې د ژوند ښه ګوزاره مې کېدله." عبدالشکور زوري ۳۲ کلن دی، چې وايي شپږکاله یې د ملي اردو په چوکاټ کې په نیمروز ولایت کې د افسر په توګه دنده ترسره کړې ده. کله چې د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان طالبانو ولکه ټینګه کړه او د افغانستان د تېر جمهوري نظام امنیتي او دفاعي ځواکونه سره دړي وړي شول، د ټولو لپاره د ژوند لوری بدل شو. زوري هم تر هغه تحول وروسته د طالبانو له خوا د وژل کېدو له ډاره د خپلې کورنۍ له څلورو غړو سره په قاچاقي ډول ایران ته لاړ.
د پاکستان پولیسو، پخوانی صدارعظم عمران خان په لاهور ښار کې په خپل کور کې ونیوه. عمران خان مخکې تر مخکې اټکل کړی و چې نیول کېږي به. د عمران خان مدافع وکیل انتظار حسین نن وویل، د اسلام اباد یوې محکمې عمران خان په درې کاله حبس محکوم کړی دی. د اسلام اباد په محکمه کې د محاکمې په مهال عمران خان حاضر نه و او قاضي یې د نیولو حکم صادر کړ
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی ویلي، په افغانستان کې مالدارانو د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر منځ د سړې څپې له امله له ۷۰ زرو څخه تر ۲۰۰ زرو پورې څاروي له لاسه ورکړي دي. په دغه راپور کې ویل شوي، چې کروندګر په افغانستان کې د سړې څپې احتمالي خطرونو ته چمتو نه وو او له همدې امله یې د کرنیزو محصولاتو سربېره خپل ډېر څاروي له لاسه ورکړي دي. په دغه راپور کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۶۷۰۰ کورنیو سره مرکې شوې او له هغوی څخه د... Читать дальше...
په پاکستان کې پوليسو د هغه هېواد پخوانی وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان تر هغه وروسته ګرفتار کړ، کله چې په اسلام اباد کې يو عدالت نن هغه ته په توشه خانه مقدمې کې د درو کلونو بند او يو لک روپيو جرمانې سزا واوروله. پي ټي ای د درغلۍ له تورونو انکار کوي.
د نوې سرشمیرنې د منظورۍ لپاره د مشترکه مفاداتو د کونسل غونډه د اګست پر ۵مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم شهباز شریف په مشرۍ کې کېږي.
د صحت نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) هر کال د اګست لومړۍ اوونۍ ماشومانو ته د مور شېدو ورکولو د اهميت په ډاګه کولو په موخه لمانځي. دې ادارې د ۲۰۲۳م کال په خپل کمپاين کې دا پوښتنه پورته کړې چې يوه کار کوونکې مور څنګه وکولای شي چې خپل ماشوم ته پر وخت شودې يا پۍ ورکړي؟
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په لاهور ښار کې په خپل کور کې نیول شوی دی. دا خبر د هغه مدافع وکیل انتظار حسین پنجوتا ورکړی دی. عمران خان وروسته له هغې ونیول شو، چې لومړی په اسلام اباد کې یوې محکمې هغه د اختلاس په تور مجرم وپېژاند او په درې کاله بند یې محکوم کړ. د نورو جزییاتو لپاره د ازادي راډیو ټولنیزې رسنۍ او وېب پاڼه وڅارئ.
تر دې وړاندې د روان کال په جولای کې د اسلام اباد سترې محکمې (های کورټ) د پخواني وزیر اعظم عمران خان پر ضد د توشه خانې دوسیه خارجه کړې وه.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې بې سارې بې کاري او بې وزلي ورځ تربلې زیاتیږي،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د مرستې عملیات، د بودیجې له کموالي سره مخ دي. دوی په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ژمي موسم راتلونکی دی او په سړو سیمو کې له واورې ورېدو سره د حالاتو د خرابیدو اټکل شوی، د دوی د بویجې کمښت به ددې لامل شي، چې لیرو پرتو سیمو ته د خوړو او درملو مرسته په وخت ونه رسیږي. د اوچا په اعلامیه کې راغلي دي، چې د افغانانو... Читать дальше...
د یونان حکومت د جمعې په ورځ د کډوالۍ د وضعیت پر ښه کېدو په داسې حال کې غونډه وکړه، چې له ترکیې او د مدیترانې سمندرګي په شا و خوا کې له پرتو هېوادونو ۱۰۲ نور پناه غوښتونکي هم یونان ته واوښتل. په همدې حال کې د سمندر له لارې یونان ته د اوښتونکو پناه غوښتونکو شمېر خورا زیات شوی دی. د یونان د حکومت یوه اعلامیه وايي، د سمندري تجارت وزیر، پولیسو او د کډوالۍ چارواکو پر ګډ اقدام خبرې وکړې. د یونان په ایوروس (Evros) کې پولیسو د ترکیې سرحد ته څېرمه ۱۰۲ پناه غوښتونکي موندلي چې له ډلې یې ۵۵ یې د سوریې او ۴۶ نور د عراق او یوه ښځه د لبنان دي. Читать дальше...
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له مشکوکو یاغیانو سره په وسلواله شخړه کې درې هندي سرتېري وژل شوي دي. د هند پولیسو نن شنبه دا خبر داسې وخت ورکړی، چې د دې لانجمنې سیمې د موقف ختمولو او پر دې سیمې د نوي ډیلي د مستقیمې واکمنۍ د نافذېدو څلور کاله پوره شول. پولیس وايي تېره شپه د پوځ ګزمې په هالان ځنګلي سیمه کې په وسلوالو یاغیانو پسې لټون کاوه، چې ورسره په جګړه واوښتل او په وسلواله نښته کې درې سرتېري سخت ټپیان شول، خو وروسته یې ساه ورکړه. پولیس وايي د وسلوالو یاغیانو د موندنې عملیات لا هم روان دي. ... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي په سوډان کې روانه شخړه د دې سبب شوې، چې د دغه هېواد نیمايي وګړي یعنې ۲۴ ملیونه کسان خوړو او نورو مرستو ته اړ شي. د ملګرو ملتونو دوو جګپوړو چارواکو پرون جمعه ویلي روانه جګړه او د بودجې کموالی د دې سبب شوې چې د سوډان یوازې دوه نیم ملیونه وګړي مرستې ترلاسه کړي. د ملګرو ملتونو د بشري ادارې عملیاتي مشرې ایدم ورسور-نو (Edem Wosornu) او د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق مرستیال اجرایه مشر تیډ چېبن (Ted Chaiban) چې تازه له سوډانه راستانه شوي، په دغه هېواد کې... Читать дальше...
په برېتانیا کې د هغو افغان پناه غوښتونکو وضعیت ناوړه بلل شوی، چې په وروستیو کې د دوی له لنډمهالو استوګنځیو چې په دولتي هوټلونو کې وو، ایستل شوي دي. نړیوالو اژانسونو پرون راپور ورکړی، په برېتانیا کې د محلي حکومت اتحاد یا (LGA) ویلي د انګلستان په ځینو برخو کې په پنځو کې یوه افغان پناه غوښتونکي، محلي شوراګانو ته ځان بې کوره معرفي کړی دی. د محلي حکومت اتحاد د برېتانیا له حکومته غوښتنه کړې چې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره دې په هوټلونو کې استوګنځي پرانیستي پرېږدي چې هڅه کوي ځانونو ته د ژوند لاره لیکه معلومه کړي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي روان میلادي کال تر پنځو میلیونو او ۷۰۰زره ډېرو افغانانو د دغې ادارې له طریقه نقدې پیسې یا هم کوپونونه ترلاسه کړي دي. دغې ادارې نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د اضطراري غبرګون مرکزي صندوق، د فرانسې او جاپان د بهرنیو چارو وزارتونو په سخاوتمندانه ملاتړ وېشل شوې دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي هدف دا دی چې د مرستو ترلاسه کوونکي خپله د شیانو پر رانیولو کنټرول ولري، بله دا چې د خوړو د مرستو اړتیا کمه شي او درېیمه دا چې محلي اقتصاد ورسره پیاوړی شي. Читать дальше...
ملګرو ملتونو ویلي، چې د افغانستان لپاره د غوښتل شوې بسپنې یوازې ۲۵ فیصده برخه ورسپارل شوې ده. د افغانستان کورنیو رسنیو نن شنبه راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د اطلاعاتو له مخې تر اوسه د ۳ اعشاریه ۲ ملیارد ډالرو په ارزښت د غوښتل شوې بسپنې یوازې ۲۵ فیصده برخه ورکړل شوې ده. دغه بسپنه په افغانستان کې روان میلادي کال د ملیونونو کسانو د لاسنیوي لپاره غوښتل شوې وه. ملګرو ملتونو د جون میاشتې پر پنځمه ویلي وو، په افغانستان... Читать дальше...
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اګست پر څلورمه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې جلسې ته په وینا کې تور پورې کړی چې پاکستان ریاست د پښتنو وسایل لوټلي دي. هغه دا هم وویل چې د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د سپریم کورټ مخې ته جلسه کوي. حکومت مخکې په وار وار د پي ټي ایم او نورو ملتپالو داسې تورونه رد کړي دي. خو حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې دوی ته د سپریم کورټ مخې ته د جلسې اجازه ورکوي او که نه؟ په دې اړه د صمد شبنم ویډیويي رپورټ وګورئ
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости