د بخښنې نړیوال سازمان: طالبانو د بیان ازادي په زیاتېدونکي توګه محدوده کړې
د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل وایي، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د بیان ازادي په زیاتېدونکې توګه محدوده کړې او د هنري او انتقادي بیان مخه یې نیولې ده.
امنیسټي انټرنېشل دغه څرګندونې پرون سې شنبې په یوه ټویټ کې د طالبانو له خوا د موسیقۍ د الو د سوځېدو په غبرګون کې چې یوه ویډیو یې ورسره خپره کړې، کړي او ویلي یې دي چې دا یې یوه بله بېلګه ده.
په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د تېرې یکشنبې په ورځ د موسیقۍ یو شمېر ضبط شوې الې وسوځولې.