د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ سویډن ارجنټاین او جنوبي افریقا ایټالیا ته ماتې ورکړه
د ښځینه فوټبال نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن سویډن ارجنټاین ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.
په بله لوبه کې جنوبي افریقا درې د دوو په مقابل کې ایټالیا ته ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده چې نن جامیکا له برازیل او پاناما له فرانسې سره هم لوبه وکړي.
د ښځو د فوټبال نړیوال جام لوبې د نړۍ د دوه دېرش ملي لوبډلو ترمنځ په اتو ګروپونو کې د جولای په شلمه پيل شوي دي.
د دې جام کوربانه، نیوزیلنډ او اسټرالیا دي او د اګست په شلمه به یې پایلوبه ترسره شي.