د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه پیلېږي
![د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه پیلېږي](https://gdb.rferl.org/EAB17C40-0E67-4772-B245-F23B68A6702E_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ درې ورځنۍ اقتصادي غونډه نن د اګست په درېیمه په استانه کې پيل شي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۱۵۰ تنه افغان چارواکي او سوداګر دغې غونډې ته بلل شوي دي.
دغه وزارت ویلي، په دغو کسانو کې هېڅ داسې کس نهشته چې د نړیوالو له خوا دې د بندیزونو په لېست کې شامل وي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وایي، د دوی د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزې نښلېدا دغې غونډې ته ورغلی دی.
د دغه وزارت په وینا، د غونډې مقدماتي مراسم پرون چهارشنبه پيل شوي دي.