ملګري ملتونه: روانې جګړې نېم سوډان د مرستو وړ ګرځولی
ملګري ملتونه وايي په سوډان کې روانه شخړه د دې سبب شوې، چې د دغه هېواد نیمايي وګړي یعنې ۲۴ ملیونه کسان خوړو او نورو مرستو ته اړ شي.
د ملګرو ملتونو دوو جګپوړو چارواکو پرون جمعه ویلي روانه جګړه او د بودجې کموالی د دې سبب شوې چې د سوډان یوازې دوه نیم ملیونه وګړي مرستې ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري ادارې عملیاتي مشرې ایدم ورسور-نو (Edem Wosornu) او د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق مرستیال اجرایه مشر تیډ چېبن (Ted Chaiban) چې تازه له سوډانه راستانه شوي، په دغه هېواد کې روان وضعیت وحشتناک وباله، چې لا هم د سولې د خبرو څرک په کې نه لګېږي.
مېرمن ورسور-نو وویل، په سوډان کې نږدې ۴ ملیونه وګړي له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
د څلورو میاشتو په دې جګړه کې تر ۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۶۰۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
دغه جګړه د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه وو ترمنځ روانه ده.
که څه هم د اوربند پر څو موافقو سلا شوې، خو نافذ شوي نه دي.