د کانکور ازموینې یو شمېر ګډونوال: د بهر ته تللو استادانو پر ځای دې نور افغان کادرونه وګمارل شي
"زه چون زخمي هم ومه، دلته د کانکور امتحان لپاره راغلی ومه، هلته نهمې شول کولی چې کېنمه، نو دلته مې موټر کې ازموينه ورکړه."
دا عبدالواسيع همدرد په نوم د یوه تن خبرې دي، چې د ازموينې ملي ادارې خپرې کړې دي.
هغه پرون په ختیځ کونړ ولايت کې په ناروغ وجود ازموينه ورکړې ده.
نوموړی وايي، ناروغۍ له امله یې له نورو زدهکوونکو سره يو ازموينه کې ګډون نهشو کولی نو موټر کې کېناست او ازموينه ترې واخيستل شوه.
د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموينه د چنګاښ په ۲۹مه پيل شوه.
د طالبانو د حکومت ازموينې ملي ادارې ويلي دي، چې دا ازموينه په پنځه دورو کې اخيستل کېږي، چې په لومړنۍ دوره کې یوولس ولایتونه، په دوهمه دوره کې دولس ولایتونه، په درېیمه دوره کې لس ولایتونه، په څلورمه دوره کې د کابل ولایت او په پنځمه دوره کې متفرقه ازموینه اخیستل کېږي.
د دغه ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره پنجشنبه د اسد یا زمري مياشتې په ۱۲مه دويم دور ازموينه په کندهار، هلمند، کاپيسا، لغمان، پنجېشر، غزني، نورستان، باغيس او فراه ولايتونو کې پيل شوې او نن شنبه پای ته رسيږي.
د کانکور دويم دور ازموينه کې يو شمېر ګډونکوونکي زدهکوونکي وايي، دوی خوښ دي چې د زدهکړو يو بل فرصت په لاس ورځي، خو دا چې له ډېری دولتي پوهنتونونو استادان بهرنيو هېوادونو ته تللي دي، دا به د زدهکړو کيفيت اغېزمن کړي.
امان الله مياخېل چې د ننګرهار ولايت اوسېدونکی دی، ازادي راډيو ته يې وويل: "دا چې زما په ګډون سږ کال ډېری شاګردان دغه تشويش او اندېښنه لري، چې په پوهنتونونو کې استادان کم دي، نو زمونږه تشويش دې ته دی، چې که چېرته استادان په يو پوهنتون کې کم وي، نو په موجوده استادانو ډېر زيات فشار راځي او کله چې په يو استاد فشار راشي، نو هغه نهشي کولی په سمه توګه تدريس وکړي."
نوموړی د طالبانو له حکومته غواړي چې له افغان کادرونو دې ګټه واخلي او دا تشه دې ډکه کړي.
رحمتالله چې د هلمند ولايت اوسېدونکی دی، دوه ورځې وړاندې يې د کانکور په ازموينه کې ګډون کړی دی.
نوموړی د کانکور ازموينې د صحنې په اړه وايي: "نن امتحان و، امتحان ته راغلو، موږ سره استادانو او لارښوونکو سمه همکاري وکړله، موږ راغلو امتحان ته، امتحان مو انشاالله پوره کړ، موږ سره استادانو بده رويه نهده کړې چې تر سام (وارخطايۍ) لاندې شو."
د ازموينې ملي ادارې د مالوماتو له مخې، د کانکور په دويم دور ازموينه کې چې د نن شنبې په ګډون په ۱۲ ولايتونو کې بشپړيږي، ۲۸۶۲۵ د دولسم ټولګيو فارغانو او دغه راز ۱۳۹۱ تنو ديني عالمانو څخه ازموينه واخيستل شوه.
دا چې له ديني عالمانو په کومو شرايطو ازموينه اخيستل کېږي او کومو پوهنځيو کې به جذب شي؟ په دې اړه مو د ازموينې ملي ادارې او دغه د لوړو زدهکړو وزارت له وياند ضياء هاشمي څخه وپوښتل خو هغوی د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نهکړې.
د پوهنې د چارو پوه نورالرحمن لېوال که څه هم عصري زدهکړو برخه کې ديني عالمانو ته پر زمينه جوړولو خوښ دی خو، د ازموينو ملي ادارې له لوري پرته له کوم سيستم ديني د کانکور په ازموينه کې د ديني عالمانو شاملول د اندېښنې وړ بولي.
نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "هر چاته د عصري زدهکړو برخه کې د نويو او اسانه لاره پرانيستلو موږ ستاينه کوو. خو د ځانګړو ازموينو د روڼتيا په اړه بايد د ازموينو ملي اداره د دغه ډول خاصو ازموينو کړنلارې ملت ته څرګندې کړي."
نن د ۱۴۰۲ کال کانکور دوهم پړاو درېیمې ورځې ازموینه په(ننګرهار، کونړ او میدان وردګ) ولایتونو کې پیل شوې، چې نن دوه بجې به پای ته ورسېږي.
سږ کال داسې مهال د کانکور ازموينه اخيستل کېږي، چې په ټول هېواد کې هيڅ يوې نجلۍ ته د کانکور په ازموينه کې د ګډون چانس نه دی ورکړل شوې.
د طالبانو حکومت د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده کړو دروازې تړلي دي.