کیم جونګ اون د خپل دفاعي ځواک د ظرفیتونو پر پياوړتیا ټینګار وکړ
د شمالي کوریا KCNA خبري اژانس راور ورکړی، چې کیم جونګ اون له پنج شنبې تر شنبې پورې د سټراتیژیکو کروز میزاییلو د انجنونو، بې پېلوټه الوتکو، توپونو او راکټ لانچرونو د تولید پروسه وکتله.
د شمالي کوریا رهبر په غیرمعمولي ډول د وسلو د تولید څو تاسیسات داسې وخت ګوري، چې هېواد یې هڅه کوي بېلابېلې سټراتیژیکې او متعارفې وسلې جوړې او خپل ډول- ډول وسلې نندارې ته وړاندې کړي.
