غزني کې د یوې کوټې پرېوتو ۳ مېرمنې مړې کړې دي
د غزني امنیې قوماندانۍ چې د طالبانو په کنټرول کې ده، پرون رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه د دې ولسوالۍ په چوري کلي کې داسې وخت شوې، چې دغو کسانو د کور ګنبده ګيل کوله چې ورباندې رانړېدلې ده.
د ګنبدې د نړېدو علت د دېوالونو لوندوالی ښودل شوی دی.
