روح الله نېکپا د نیوزیلنډ د تکواندو لوبډلې روزونکی شو
د افغانستان یوازېنی د المپیک مډال ګټونکی روح الله نېکپا د نیوزیلنډ د تکواندو لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.
د نیوزیلنډ تکواندو فدراسیون وايي، چې ښاغلی نېکپا به د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو ته د ټیم د چمتووالي لپاره سمدستي خپل کار پیل کړي.
نېکپا هم په خپل فیسبوک کې دا خبر تایید کړی او لیکلي یې دي چې د نیوزیلینډ له لوبډلې سره کار کولو ته لیواله دی.
روح الله نېکپا د افغانستان لپاره په نړیوالو سیالیو کې د المپیک د برنزو دوه مډالونه او څو نور مډالونه ګټلي دي.