په نایجر کې د کودتا رهبرانو د دغه هېواد فضايي حریم تړلی
![په نایجر کې د کودتا رهبرانو د دغه هېواد فضايي حریم تړلی](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-c9f7-08db925b8dbb_w800_h450.jpg)
په نایجر کې د کودتا رهبرانو پرون یکشنبه اعلان وکړ، چې دوی د دغه هېواد فضايي حریم تړلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افریقا د غربي هېوادونو اقتصادي اتحادیې یا ایکواس ټاکل شوی ضرب الاجل، چې غوښتنه یې کړې وه یا دې دغه رهبران بېرته قدرت انتقال کړي، که نه له پوځي یرغل سره به مخامخ شي، پای ته رسېدلی دی.
د نایجر نویو واکمنانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د یرغل د خطر له کبله چې ګاونډي هېوادونه په څرګنده ورته په چمتووالي بوخت دي، د نایجر هوايي حریم له یکشنبې تر بلې خبرتیا د هر ډول الوتکو پرمخ تړلی دی.
اعلامیه وايي، د نایجر له فضايي حریم د سرغړونې هره هڅه به په پیاوړي او چټک اقدام سره ځواب شي.
د افریقا د غربي هېوادونو اقتصادي اتحادیې اوونۍ مخکې غوښتنه کړې وه چې واک دې د یکشنبې تر شپې پورې په ډیموکراتیک ډول ټاکل شوي ولسمشر محمد بازوم ته وسپارل شي.
بازوم د جولای پر ۲۶مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د هغه د خپل ګارد د غړو له خوا تر نیول کېدو وروسته له واکه وپرځول شو.