اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو پر دنیپروپیتروفسک او خرسون بیا حملې کړي
اوکرایني چارواکو نن د دې هېواد دنیپروپیتروفسک او خرسون سیمو کې د روسیې په توغندويي حملو کې د لږترلږه یو تن د وژل کېدو او د یو بل د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د خرسون والي اولیکساندر پروکودین پر ټلګرام ولیکل چې د دې ښار په مرکزي برخه کې د یوه توغندي لګېدو یوه ښځه ووژله او یو تن یې ټپي کړ.
چارواکي وايي، دا توغندويي حملې نیمه شپه پیل شوې.
له دې مخکې د ژغورنې د عملیات دوه کارکوونکي هغه مهال ټپیان شول چې د روسیې په برید کې له یوې اور اخیستې نهه پوړیزې ودانۍ څخه یې د خلکو د ایستلو هڅه کوله.
اوکرایني ځواکونو د دې هېواد جنوبي خرسون ولایت چې روسیې څو میاشتې مخکې نیولی و، په تېره نومبر میاشت کې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوست.