د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۱۹ کال وروسته په لومړي ځل جاپان ته تللی
توکیو ته د حسین امیر عبداللهان به د سفر په اجنډا کې له صدراعظم فومیو کیشیدا سره کتنه شامله ده، خو د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې عبداللهیان له خپل جاپاني سیال یوشي ماسا هایاشي سره هم ګوري.
جاپان ته د عبداللهیان د سفر هدف نه دی اعلان شوی، خو د راپورونو له مخې جاپان غواړي پر ایران فشار راوړي چې روسیې ته د وسلو له لېږلو ډډه وکړي.
