Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

مجاهد: یو شمېر بهرنيان راسره بندیان دي؛ شنونکي: افغانان به یې د خوشې کېدو په معاملې خبر هم نه شي

0
 تازه د طالبانو حکومت تایید کړې چې د امریکایانو په ګډون، یو شمیر بهرني وګړي د دوی په بند کې دي.

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې له نیول شویو بهرنیو وګړو سره به قانوني چلند وکړي. د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ له طلوع نیوز خصوصي تلويزيون سره په خبرو کې تایید کړه، چې بهرني وګړي د دوی په بند کې دي، خو کره شمېر یې په ګوته نه کړ.

مجاهد ویلي چې دا کسان د امنیتي مسایلو په ګډون، د ده په خبره د قانون او اصولو خلاف کړنو له امله نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي هم په دې اړه له الجزیري تلویزیون سره په مرکه کې مهال ویلي: "که چیرې څوک په افغانستان کې جنایت وکړي او یا امنیتي ګواښ رامنځته کړي، نو ورسره قانوني چلند کیږي، خو له دې سره سره موږ له هغو هیوادونو سره چې وګړي یې په افغانستان کې بنديان دي خبرې کوو، هڅه کوو چې دغه شان مسایل حل شي، د افغانستان امنیت او اصولو ته هم زیان ونه رسیږي او له نړی سره ښه راشه درشه او تعامل ولرو."

خو د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو پوهان بیا په بل باور دي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی او په مسکو کې پخوانی افغان ډیپلومات، همایون محتاط وایي، له حقوقي پلوه د طالبانو حکومت د بهرنیو وګړو د محاکمې صلاحیت نه لري.

د ده په خبره، طالبان به د بندیانو له مسلې څخه خپل په رسمیت پیژندل لپاره استفاده وکړي.

 



 

محتاط ازادي راډیو ته وویل:"اوس مهال معلومه نه ده چې طالبان د کوم اساسي قانون پر بنسټ په افغانستان حکومت کوي، دا ګونګ حالت په افغانستان کې د بهرنیو وګړو محاکمه لا پیچلې کوي، ایا د ظاهرشاه د زمانې اساسي قانون نافذ دی او که د مجاهدینو که د جمهوریت د مهال، نو په دې لحاظه دوی د بهرنیو وګړو د محاکمې قانوني او حقوقي صلاحیت نه لري."

د سیاسي چارو شنونکی، طارق فرهادي هم په دې باور دی چې د طالبانو حکومت به د بهرنیو وګړو د خوشې کولو په بدل کې سیاسي معامله وکړي.

هغه وویل:"د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندل شوی، هغه کسان چې د دوی لخوا نیول شوي، په اغلب ګمان طالبان به هڅه وکړي چې د دوی له هیوادونو سره معامله وکړي او وروسته هغوی خوشې کړي، نو داسې به یې خوشې کړي چې موږ عام افغانان به پرې خبر هم نشو."

دا په داسې حال کې ده، چې د زمری میاشتې په یولسمه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر ویلي وو چې امریکا به د طالبانو له بنده د خپلو وګړو د خوشې کولو لپاره د دوی پر حکومت فشار ته دوام ورکړي.

 



 

میلر ویلي وو، چې امریکایي چارواکو په دوحه کې له طالبانو سره د لیدنې پر مهال دا موضوع مطرح کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت او نورو امریکایی چارواکو هم تر اوسه د طالبانو په بند کې د خپلو وګړو د شمیر په اړه ښکاره څه نه دي ویلي او دا هم نه ده معلومه چې د نورو هیوادونو په کوم شمیر وګړي د طالبانو په بند کې دي.

خو وړاندې له دې څینو شنونکو ازادي راډیو ته ویلي، چې له لسو تر ۱۲ امریکایي او اروپایي وګړي د طالبانو حکومت په بند کې دي، چې له دی ډلې یو امریکایی وګړی د القاعده شبکې د مشر، ایمن الظواهری د وژلو په قضیه کې د طالبانو حکومت لخوا نیول شوی.

د شنونکو په خبره، دې امریکایي وګړي پخوا د امریکا د پوځ په لیکو کې په افغانستان کې دنده ترسره کړی وه او د حکومت له سقوط وروسته په یوه خیریه موسسه کې د کار لپاره افغانستان ته تللی وو.

خو امریکایي او طالب چارواکو تر اوسه دا ادعاوې نه دي تایید کړي.


 






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России