ایران: یو افغان کارګر او ۳ زامن یې په یوه څاه کې مړه شول
د شیراز د ښاروالۍ د اطفایې رييس هادي اعتمادپور ځايي رسنیو ته ویلي، دا څلور افغان کارګر پرون هغه مهال مړه شول چې یو تن یې په سیټیک څاه کې بند شو او نورو یې د ژغورلو هڅه وکړه.
دغه کارګران څلور واړه د یوې کورنۍ غړي وو.
په دوی کې یو یې ۶۴ کلن پلار، او درې زامن وو، چې ۲۵ ، ۲۷ او ۳۴ کاله عمرونه یې لرل.
