Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

د لوړو زده کړو د نظام بدلون؛ د تحلیلګرانو شبکه: طالبان اصلاح نه، فکري جګړه پکې کوي

0
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په خپل نوي راپور کې ادعا کړې، چې طالبان په فکري جګړه کې ښکېل دي او د دوی په اند دا په یوه اوږد تاریخي بهیر کې پر افغانستان تپل شوي او له همدې امله یې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې دوی د لوړو زده‌کړو په سیستم کې د سمون او نوښت په لټه کې دي. 


د «طالبانو تعريف شوي پوهنتون» په نوم دغه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ  خپور شو، ویل شوي دا ډول ذهنیت له ۲۰۰۱ کال وروسته د لوړو زده‌کړو د بیا کتنې او سمون په موخه د چټکو او بنسټیزو بدلونونو اړتیا څرګندوي. 


د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه ادعا کوي، چې د طالبانو حکومت په تېرو دوو کلونو کې د لوړو زده‌کړو په نظام کې د اصلاحاتو او نوښت په لټه کې دی. 


د دې شبکې په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو په افغانستان کې د خپلې نوې واکمنۍ له پیل راهیسې د دیني علومو د زده‌کړې په برخه کې د دیني مدرسو او نصاب د ودې لپاره د نویو بنسټونو بڼه بدله کړې ده. 


د راپور په دوام کې ویل شوي چې، طالبان د خپل نظام د پیاوړتیا لپاره په دې هڅه کې دي، چې د دين سالارۍ، درسی پرګرامونو نه د وسیلې په توګه د استفادې او دغه شان له  زده‌کوونکو، استادانو او کارکوونکو نه د څارنې له لارې خپل واکمني پراخه کړي.


د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي، په دې توګه هغه محدوده ازادي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته رامنځته شوې وه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په پوهنتونونو کې په چټکۍ سره له منځه تللې ده. 




 


راپور زیاتوي، چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د ښځو له لوړو زده‌کړو منع کولو مخکې د نارینه او ښځینه محصلانو په ظاهري بڼه او چلند باندې سخته څارنه او مقررات وضع کړي وو. 


د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د وزارت ویاند سلیمان شریفي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو د دې وزارت چارواکو تل د نصاب د بدلون او په نصاب کې د دیني موضوعاتو د زیاتوالي خبره کړې ده. 


په ورته وخت کې یو شمېر محصلان وايي، چې په تېرو دوو کلونو کې یوازینی بدلون چې راغلی دی، د اسلامي ثقافت د مضمونونو ساعتونه ډېر شوي او د فکري زده‌کړې په نوم  یو مضمون هم اضافه شوی دی. 


په افغانستان کې د دولتي پوهنتون یوه محصل، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې شامل شي ازادي راډیو ته وویل: "فکري پوهنه" یا فکري زده کړه هغه نوی مضمون دی چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته زموږ په درسونو کې اضافه شو، دا چې د اسلامي ثقافت مضمون دوه کريډیټه وو، څلور کريډیټه شو." 


د یوه خصوصي پوهنتون محصل هم ازادي راډیو ته ویلي:"د اسلامي ثقافت درسي ساعتونه چې دوه کریډیټه وو، څلور ساعته شوي، دوه ساعته یې څلور ساعته شوي دي، په خصوصي پوهنتونونو کې دا ډول اضافه شوې ده." 


له بلې خوا د پوهنتون استاد او د پخواني نظام د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حامد عبیدي وايي، د معلوماتو پر بنسټ د لوړو زده‌کړو په نصاب کې کوم بنسټیز بدلون نه‌دی راغلی، خو ځینې موضوعات په‌کې اضافه شوي دي. 




 


ښاغلي عبیدي وویل، که د طالبانو حکومت وغواړي د افغانستان د لوړو زده‌کړو په نصاب کې د اکاډمیکو معیارونو خلاف بدلونونه راولي، ښايي له پراخو غبرګونونو سره مخ شي. 


هغه وویل: "او که د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د افغانستان په نصاب کې د اکاډمیکو معیارونو خلاف د بدلون پلان ولري، زه فکر کوم چې دوی به د افغانستان د لوړو زده‌کړو موسسو د استادانو له غبرګون سره مخ شي." 


دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د ازموينو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د کانکور په دویم پړاو کې چې د شنبې په ورځ پای ته ورسېده، شاوخوا ۱۴۰۰ دیني عالمانو برخه اخیستې وه. 


د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د «جهادي مدرسو» عمومي رئيس وايي، چې سږ کال يې د افغانستان په پنځو ولايتونو کې "جهادي مدرسې" فعالې کړي او طالبان يې په‌کې استخدام کړي دي. 


دغه شان تر دې وړاندې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست ویلي وو، چې په هره ولسوالۍ کې به لس دیني مدرسې جوړوي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России