اسټرالیا تر دې دمه د ۵۴ زرو افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه رد کړي
![اسټرالیا تر دې دمه د ۵۴ زرو افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه رد کړي](https://gdb.rferl.org/9CEEAEC6-8513-4379-82A6-EE1BB518BC5D_cx43_cy0_cw56_w800_h450.jpg)
اسټرالیا تر دې دمه د ۵۴ زرو افغانانو د ویزو غوښتنلیکونه رد کړي دي.
د راپورونو له مخې نږدې دوو لکو افغانانو د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د اسټرالیا د ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي دي.
اسټرالیايي رسنیو له هغې ډلې 'ایس بي ایس' راپور ورکړی چې یوه ډله افغان فعالان په اسټرالیا کې دننه پر حکومت فشار راوړي چې رد شوې ویزې ومني.
د راپور له مخې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې اسټرالیا یواځې ۱۲ زرو افغانانو ته ویزې ورکړي.
په اسټرالیا کې دننه افغان فعالان او د اسټرالیا د پوځ پخواني افغان همکاران نیوکه کوي چې د اسټرالیا حکومت له خطر سره مخ هغو ګڼو افغانانو ته هم ویزې نه دي ورکړي چې د اسټرالیا له پوځ او موسسو سره یې کار کړی دی.