طالبانو د هرات او غور د دوو کانونو د کیندلو تړونونه لاسلیک کړي
د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د هرات د غوریانو د اوسپنې کان او د غور د تولک د سربو کان د کیندلو تړونونه یې له ځينو شرکتونو سره لاسلیک کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه بیان کې لیکلي چې د هرات د غوریانو د اوسپنې کان څلور بلاکونه یې څلورو بېلابېلو شرکتونو سره چې بهرني ونډهوال هم لري په داوطلبۍ کې په قرارداد ورکړي.
د بیان له مخې لسګونو شرکتونو په دې داوطلبۍ کې برخه اخیستې وه.
همداراز د غور د سربو یو کان هم افغان انوېسټ په نوم یو شرکت ته ورکړل شوی دی چې ډېره برخه به یې په کور دننه د بريښنا د تولید او ورسره اړوندو چارو ته ځانګړې کېږي.
د طالبانو حکومت داسې وخت د کانونو د داوطلبۍ او تړونونو له شفافیت ډاډ ورکړی چې د کانونو د برخې متخصصین په دغو پروسو باندې نېوکې لري.
د مسلکي کسانو کمښت او د کانونو د استخراج لپاره له بېړې کار اخیستل هغه نیوکې دي چې د پوهانو له خوا د طالبانو حکومت ته متوجه کېږي او وایي چې په دې سره به د ګټو پر ځای اوږدمهال کې زیانونه ډېر واړوي.