د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ د کوارټرفاینل پړاو لوبډلې معلومې شوې
د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو سیالۍ نن د کولمبیا او فرانسې په بریاوو سره پای ته ورسېدې.
د نن ورځې لومړۍ سیالي د کولمبیا او جمیکا ترمنځ وه چې ۱ د صفر پر وړاندې کولمبیا وګټله.
دغه راز دویمه سیالي بیا د فرانسې او مراکش ترمنځ وه چې ۳ د صفر پر وړاندې د فرانسې په بري سره پای ته ورسېده.
د ښځینه فوټبال نړیوال جام د کوارټرفاینل پړاو لوبډلې هم معلومې شوې چې یادې سیالۍ به د اګست په ۱۱مه نېټه پیل شي.
د کوارټرفاینل په پړاو کې به هسپانیه د نیدرلینډ، جاپان د سویډن، اسټرالیا د فرانسې او انګلستان د کولمبیا پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.