بریتانیا د ایران پر لسګونو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه ولګول
لندن تور لګولی، چې دا شرکتونه او افراد، روسیې ته د اوکراین په جګړه کې وسلې او تجهیزات برابروي.
د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر جیمز کلیورلي نن د اګست اتمه وویل، د ده د هېواد دا اقدام به د ولسمشر پوتین د وسلو سرچینه محدوده او روسیې ته د وسلو د استولو لړۍ بنده کړي.
پر اوکراین د روسیې له غیرموجه برید وروسته لویدیځو هېوادونو پر مسکو پراخ بندیزونه لګولي دي.
د بریتانیا د نویو بندیزونو له مخې په ایران، بېلاروس، سلواکیا، سویس، ترکیه، متحده عربي اماراتو او روسیه کې ۲۵ شرکتونه او افراد په نښه شوي دي.
