بلېنکن: روسیه د نایجر له وضعیته د ناوړه استفادې هڅه کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د نایجر په بې ثباتۍ کې د روسیې د واګنر د اجیرې ډلې د ناوړه استفادې پر وړاندې خبرداری ورکړ.
هغه پرون سې شنبه د بي بي سي له انګلیسي برخې سره په مرکه کې وویل، فکر نه کوي چې واګنر ډله یا روسیه به په هغه څه کې لاس ولري چې په نایجر کې پېښ شول، خو ده په عین حال کې وویل، دوی تر وسه وسه هڅه کوي چې له دې وضعیته ناوړه استفاده وکړي.
د جنرال عبدالرحمان چیاني په مشرۍ د نایجر د ولسمشرۍ ګارډ ځواکونو د جولای په ۲۷ مه پر ولسمشر محمد بازوم کودتا وکړه، هغه یې ونیوه او د هیواد د چارو واګې یې په خپل لاس کې واخیستې.