Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون؛ مجاهد: پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت ته سمه پاملرنه وکړي

0
د پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون؛ مجاهد: پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت ته سمه پاملرنه وکړي

د طالبانو حکومت په پاکستان کې د ناامنۍ په وروستیو پېښو کې د افغانانو د لاس لرلو په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعا پر وړاندې غبرګون ښودلی او یو وار بیا یې ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې چې د هغه په ټویټر خپره شوې ویلي چې پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت ته سمه پاملرنه وکړي.

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو یا 'ټي ټي پي' د موجودیت او په پاکستان د ناامنیو په وروستیو پېښو کې د افغانانو د ښکېلتیا په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت غبرګون وښود.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، افغانستان په سیمه کې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول نه دی.

نوموړي په دې اړه د طالبانو د حکومت په رسمي اعلامیه کې چې د مجاهد په ټویټر پاڼه خپره شوې ویلي، پاکستان باید خپل امنیتي وضعیت ته سمه پاملرنه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي:" د افغانستان حکومت یو ځل بیا خپل اصولي دریځ تکراروي چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد د امنیت پر خلاف وکاروي، خو دا په دې معنی هم نه ده چې افغانستان د سیمې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول وي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر دوه ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا په بالاحصار کې یوې غونډې ته په وینا کې یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو تورن کړ.

جنرال منیر ادعا وکړه چې په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې افغانان ښکېل دي او وې ویل چې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو ښکېلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي.

له نوموړي مخکې یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو هم ورته څرګندونې کړې وې.

خو د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې ادعا شوې چې د دوی امنیتي ځواکونو تېرکال د داعش ډلې ۱۸ پاکستاني غړي چې په افغانستان کې یې چاودنې او بریدونه کول وژلي او لسګونه نور یې ژوندي نیولي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "ټول اسناد او شواهد له موږ سره شته، د دې پر ځای چې موږ پاکستاني لوري ته د پړې ګوته ونیسو خپل امنیتي تدابیر مو ټینګ کړي دي."

په اعلامیه کې په افغانستان او پاکستان کې د داعش د بریدونو د حل لپاره د ګډې همکارۍ غوښتنه شوې ده.

په وروستیو کې په پاکستان کې د ناامنۍ د پېښو له زیاتېدو سره په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت او ښکاره فعالیت په اړه د پاکستاني چارواکو ادعاګانې زیاتې شوي دي.

افغان امنیتي او سیاسي شنونکي په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د امنیتي چارو پوه اسدالله ندیم وايي: "په قطعي صورت دا نه شي ویل کېدای چې افغان طالبان دې پاکستاني طالبان په پاکستان کې بریدونو ته وهڅوي، ځکه افغان طالبان پوهېږي چې دا مسئله خطر پېښولای شي، ځکه همېشه افغان حکومتونو ته د پاکستان له خاورې سر درد جوړ شوی او طالبان دا درک کوي."

دی وايي، په پاکستان کې ناامنۍ کورنۍ ریښې لري ځکه د ده په خبره دغه هېواد تل له مذهبي افراطیت نه په خپل بهرني سیاست کې استفاده کړې ده.

د سیاسي چارو پوه سمیع یوسفزی بیا وايي: "په کار دا ده چې د دواړو هېوادونو مسوولین د دیپلوماسۍ له لارې ستونزو ته حل لار ولټوي نه دا چې په یو بل تورونه ولګوي ځکه د تورونو لګول ستونزې لا پسې ډېروي. زه فکر نه کوم چې افغانان دې داسې یو قوت وي یا د طالبانو حکومت دې دومره واک او ځواک ولري چې نورو هېوادونو ته بریدګر واستوي یا په نورو هېوادونو کې خلک بریدونو او حملو ته وهڅوي."

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو راورسته په ګاونډي پاکستان کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي چې تر ډېره یې مسوولیت پاکستاني طالبان یا 'ټي ټي پي' مني.

نږدې لس ورځې وړاندې د پاکستان په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام د ګوند په یوه غونډه کې انتحاري حملې ۶۳ تنه ووژل او لسګونه نور ټپیان شول.

د دې برید مسوولیت داعش وسله‌والو منلی و.

له دې وړاندې په تېره مې میاشت کې بیا د پاکستان په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ په یو مرکز د وسله‌والو په حمله کې نهه امنیتي منسوبین وژل شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ ادعا وکړه چې د ژوب په برید کې د وژل شوي درې بریدګر د افغانستان د کندهار اوسېدونکي وو او په اسلام اباد کې یې د طالبانو د سفارت له چارواکو غوښتي وو چې د وژل شویو کسانو جسدونه ترلاسه کړي.

له دې وروسته د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست یعقوب مجاهد د طالب سرتېرو په یوه غونډه کې له هغوی غوښتي وو چې له افغانستانه بهر دې په نورو هېوادونو کې جګړې لپاره نه ځي.

هغه ویلي وو چې له افغانستانه بهر د جهاد په نیت جګړه کول په جهاد کې نه حسابېږي.

په پاکستان کې مېشت ډېری سیاسي او مذهبي ګوندونه هم چې مخکې یې په افغانستان کې جګړه جهاد باله وايي، په پاکستان کې وسله‌واله مبارزه جهاد نه دی.





Губернаторы России
Москва

Собянин сообщил о планах благоустройства на северо-востоке Москвы





Москва

Стоматолог Татьяна Сумцова: какие зубные пасты вредны для зубов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московскому метрополитену исполнилось 89 лет



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Bon Jovi

Гітарист Річі Самбора шкодує, що не пішов із Bon Jovi раніше




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?


WTA

Виктория Азаренко пробилась в четвертьфинал турнира WTA в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Власти Подмосковья заявили о важности «цифры» для упрощения трудоемких процессов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России