بلوچستان کې په ۳ جلا، جلا پېښو کې ۲ سرتېري او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي
په کوټه کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) په بیان کې ویلي دي چې د اګست پر اتمه یې د پښتون مېشته سیمې ژوب په مرغه کبزۍ کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه چې پکې درې مشکوک وسلوال ووژل شول او د پولیسو دوه سرتېري ژوبل شول.