انتخاباتي کمېشن عمران خان د ۵ کلونو لپاره نااهله کړی دی
کمېشن وايي، له پرېکړې سره سم، عمران خان اوس په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی نه دی پاتې، په انتخاباتو کې د نوماند په توګه ګډون او د تحریک انصاف مشري نه شي کولای. خان د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې د کورمې ضمني انتخاب ګټلی وو.