په کندز کې د ترافيکي پېښې له کبله يو کس مړ او ۴٥ نور ټپيان شوي
په کندز کې د ترافيکي پېښې له امله يو کس مړ شوى او ۴٥ نور ټپيان دي.
د طالبانو د کندز ولایت د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه چهارشنبه له غرمې وروسته د امام صاحب ولسوالۍ د کهنه قلعه په سیمه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، یو موټر چې واده ته په لار ښځې او ماشومان پهکې سپاره وو له سړک اوښتی او په چپه کېدو سره یې خلکو ته مرګژوبله رسېدلې.
يو اته کلن ماشوم مړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴٥ تنه نور ټپيان شوي.
د دې پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او ډېر سرعت ښودل شوی دی.
د يادونې وړ ده چې د دې پېښې د ډېرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او د نورې درملنې په هدف له امام صاحب ولسوالۍ څخه د کندز حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.