نایجریا: د وسله والو بریدونو کې لږ ترلږه ۲۰ تنه ووژل شول
د نایجریا پولیس وايي پرون په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۰ کسان هغه ووژل شول او ځینې نور ټپیان شول، چې وسلوالو په پلاتو ایالت کې پر دوو کلیو حمله وکړه.
د پلاتو د پولیسو ویاند الفرید الابو وویل، وسلوالو پرون پنج شنبه ۱۷ کسان په توګوام لاوورو کلي کې او ۳ نور په لایووک کلي کې ووژل.
الابو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ډزو په نتیجه کې ځینې کسان ټپیان شوي دي.
هغه د کرارۍ غوښتنه کړې او ژمنه یې کړې چې د دې پېښې عاملان به تر نیول کېدو وروسته مجازات کېږي.