د ښځو د فوټبال نړیوال جام؛ اسپانیا او سویډن نېمه پایلوبې ته ووتل
د ښځینه فوټبال په نړیوال جام کې اسپانیا او سویډن نیمه پایلوبې ته ورسېدل.
اسپانیا نن د هالنډ لوبډلې ته دوه د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
په بله لوبه کې سویډن جاپان ته دوه د یو په وړاندې ماتې ورکړه.
سبا به د استرالیا او فرانسې، همداراز د انګلستان او کولمبیا ترمنځ مسابقې وشي.
استرالیا او نیوزیلنډ د ښځو د فوټبال د روان نړیوال جام کوربانه دي.
دغه لوبې د جولای پر شلمه پيل شوي او د اګست په شلمه به یې پایلوبه ترسره شي.