Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

له یو کال زندان وروسته؛ طالبان ولې محمود حبیبي نه محاکمه کوي او نه له بنده خوشې کوي؟

0
له یو کال زندان وروسته؛ طالبان ولې محمود حبیبي نه محاکمه کوي او نه له بنده خوشې کوي؟

د افغاني الاصله امریکايي او د افغانستان د ړنګ شوي جمهوري نظام د ملکي هوایي چلند د ادارې د پخواني مشر، محمود شاه حبیبي د کورنۍ یو غړی وايي چې د طالبانو حکومت ښاغلی حبیبي په کابل کې د القاعده شبکې د پخواني مشر ایمن الظواهري په وژلو کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

د ښاغلي حبیبي د کورنۍ دغه غړي، چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم او اصلي غږ یې په راپور کې خپور شي، د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی حبیبي بې ګناه دی او په دې قضیه کې د هغه د ښکیلتیا اسناد او شواهد نشته.

هغه وايي چې محمود شاه حبیبي یو کال مخکې د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه له خپلو ۳۱ همکارانو سره چې هغه مهال ټول په یوه امریکايي خصوصي شرکت کې، چې د افغانستان د فضايي رادارو د کنټرول دنده یې پرغاړه وه، د القاعده شبکې پر مشر ایمن الظواهري تر برید وروسته په کابل کې ونیول شول، چې وروسته نور خوشي شول، خو محمود شاه حبیبي لا هم د طالبانو په زندان کې دی.

د محمود شاه حبیبي د کورنۍ دغه غړی ازادي راډیو ته وویل: "د ده موټر چلوونکی او یو انجنیر له درې نيمې  میاشتې بند وروسته خوشي شول، د هغوی څخه تحقیق د هغه برید په اړه شوی و، چې په دې کې ستاسو شرکت لاس درلود، تاسو لاس درلود، ستاسو رئیس یا نورو کارکوونکو لاس درلود او حبيبي صایب ته یې هم ګوته نیولې چې دی هم کیدلای شي چې لاس ولري، نو دغه معلومات د هغوی لخوا مونږ ته رسيدلي وو."

طالبانو تر اوسه د ملکي هوايي چلند د ادارې د پخواني مشر نیول کېدل نه دي تایید کړي.

د القاعده شبکې پخوانی مشر ایمن الظواهري، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نږدې یو کال وروسته، د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه، د کابل په شیرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې لخوا په نښه شو.

له هغه وروسته د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې د کابل په زړه کې د القاعده د مشر د شتون په اړه معلومات نه لري او په دې اړه څېړنې کوي، خو تر اوسه د دې څېړنو پایله نه ده خپره شوې.

د محمود شاه حبیبي د کورنۍ دغه غړي ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه، چې ښاغلي حبیبي د امریکا تابعیت درلود او د جمهوري ریاست له نسکورېدو مخکې یې د ملکي هوايي چلند د ادارې د مشر په توګه خپله دنده پرېښوده او په کابل کې یې د یوه خصوصي امریکايي شرکت د سلاکار په توګه کار کاوه.  

هغه ازادي راډیو ته دا هم وویل چې طالب چارواکو د ښاغلي حبیبي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ده په وینا غیر رسمي معلومات ښيي چې هغه د طالبانو په زندان کې دی او تر دې دمه د کورنۍ غړو سره یې ورته د ملاقات یا اړیکو موقع نه ده ورکړل شوې.  

هغه له طالبانو وغوښتل چې حبيبي دې له بنده خوشې کړي، ځکه چې د ده په خبره بې ګناه دى.

نوموړي وویل:" مونږ د امارت له مسولینو څخه عاجزانه هیله کوو، چې د هغه د کورنۍ ستونزې درک  او خوشي يې کړي. له هغو غیر رسمي معلوماتو څخه چې مونږ ته رسيدلي، ښیي چې هغه په هیڅ قضیه کې تورن نه دی او هیڅ شواهد هم نه دې موندل شوي، نو له همدې امله غواړو چې هغه ژر تر ژره خوشي شي."  

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میاشتې په پای کې، د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ په مشرۍ یوه امریکايي پلاوي، په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره وکتل او  له کوم شرطه پرته یې د امریکايي اتباعو د ژر تر ژره  خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

 بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل، چې امریکا له طالبانو څخه د دغه هېواد د اتباعو د خلاصون لپاره، پر هغوی فشار ته دوام ورکوي، خو د دوی د شمېر او هویت په اړه یې معلومات ورنه کړل.

 په ورته وخت کې، د طالبانوحکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې دوی له هغو هېوادونو سره خبرې کوي چې وګړي یې  په افغانستان کې بندیان دي، او هڅه کیږي، چې دا مسلې، داسې حل شي، چې د ده په خبره د افغانستان اصولو او ملي امنیت ته زیان ونه رسوي او له نړۍ سره هم ښې اړیکې پاتې شي.

 د طالبانو حکومت وياند، ذبيح الله مجاهد هم تاييد کړې وه چې د امريکايانو په ګډون يو شمېر بهرني وګړي، چې په خبره يې په امنیتي مسایلو تورن دي، د دوی په بند کې دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Главное за день





Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

«Подкупает, что Баста не умничает и не лезет в футбольную работу» — тренер «СКА‑Ростова» Попов




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


WTA

Шнайдер вышла в финал турнира WTA-125 в Париже, обыграв Грачёву



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Метеоролог предупредила москвичей о рекордном давлении 24 мая



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России