Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

طالبانو یوه اونۍ کې ۵ خبریالان نیولي؛ ار اېس ایف: له دولسو ۸ زرو افغان خبریالانو دندې پرېښي

0
طالبانو یوه اونۍ کې ۵ خبریالان نیولي؛ ار اېس ایف: له دولسو ۸ زرو افغان خبریالانو دندې پرېښي

د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي، یوازې  په تېرې ورستۍ یوه اوونۍ د طالبانو حکومت پنځه خبریالان نیولي دي.

د دغو بنسټونو په خبره، په پکتيا کې د اريانا تلويزيون سيمه ييز خبريال حبيب الله سراب، په ننګرهار کې د کليد راډيو د دفتر مسول فقير محمد فقيرزي، او د دغه رسنۍ خبریال جان اغا صالح او په کندوز کې د سلام وطندار راډيو سيمه ييز خبريال حسيب حساس هغه کسان دي چې د پنجشنبې ورځې راهیسې  نیول شوي دي.

دغه شان  په غزني کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي اژانس خبریال سید وحدت الله ابدالي هم د روانې اونۍ له پیل راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د سرچینو په حواله ویلي، چې ښاغلی ابدالي د خبریالې اړوند کومې قضیې په تور نه دی نیول شوی، خو د طالبانو حکومت د څلورو نورو خبریالانو د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

 

 

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ دفتر یا (نی) مسول ظریف کریمي وايي: "د خبریالانو سره غیر اصولي چلند لا ډیر شوی. تیره اوونۍ په افغانستان کې پنځه تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکې ونیول شول، که د رسنیز کار وضعیت او په خپل سري ډول د خبریالانو نیول په همدې توګه دوام ولري، نو لرې نه ده، چې د بیان ازادي، اطلاعاتو ته لاسرسي او دخبریالی کار به په افغانستان کې سقوط وکړي، له بده مرغه د خبریالانو وضیعت ورځ تربله د اندیښنې وړ ګرځي."

کریمي دا هم زیاته کړه چې د رسنیو سرغړونې باید د رسنیزو سرغړونو د کمیسیون له خوا تعقیب شي نه د امنیتي ارګاونونو له لارې.

(ار اېس ایف) یا  د بې پولي خبریالان نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې "د طالبانود رژیم تر واکمنۍ  لاندې دوه کاله خبریالي( ژورنالیزم "  په نوم یو راپور خپور کړی او ویلي د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې وروسته د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.

په راپور کې راغلي، له  ۵۴۷ ثبت شويو رسنیو له نیمايي زیاتو یې اوس تړل شوي، له ۱۵۰ تلویزوني شبکو له  ۷۰ کمې یې فعالې دي، د ۳۰۷ راډيوګانو یوازې ۱۷۰ راډيو خپرونې لري، او د خبري اژانسونو شمیر د تیر دو کلونو راهیسې له ۳۱ څخه ۱۸ ته راټيت شوي دي.

 

یوه افغانه خبریاله، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي،د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپل کاري شرایطو په اړه داسې وايي: "اوسمهال نشو کولای چې د راپور د جوړولو په برخه کې په آرمۍ خپل کار وکړو، ولې؟ ځکه چندان اجازه نلرو، له نارینه پرته کار کوه، نارینه همکار نلرو، او زموږ راپورونه تل له زاویې لرې وي، له نږدې نشو کولای موږ خپل راپور جوړ کړو، دا ستونزه شته، بل هم د ماسک په برخه کې ستونزه ده، موږ چې کله غواړو خبرې وکړو، د اکسیجن له کمښت سره مخ کیږو، موږ ته لږ ستونزمن دی."

یو خبریال، چې هغه هم د طالبانو تر واک لاندې ژوند او رسنیز فعالیت کوي او نه غواړي نوم یې واخېستل شي، ازادي راډیو ته وویل: " په تیر نظام کې به مو چې کله کوم راپور جوړوه ازادانه به مو موضوع تعقیبوله، او بیا به مو خپروله، خو په اسلامي حکومت کې موږ نشو کولای یوه موضوع تعقیب کړو، له حده ډیرې سختګیرۍ شته، اسلامي امارت خبریالانو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي، له بده مرغه چې هره ورځ خبریالان نیول کیږي، سپکاوی ورته کیږي او وهل کیږي."

 

 

 

په ورته وخت کې د امریکا د سولې انستیټیوت هم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په افغانستان تر بیاځلې واکمنیدو وروسته، تر ډیره بریده ډیموکراټیک بنسټونه  حذف کړي، او د بیان د ازادۍ د کنټرول په موخه ېې رسنیو باندې نظارتي او تنبیهي محدودیتونه لګولي  دي.  په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو وروسته د نورو محدودیتونو ترڅنګ د خبریالانووهل ټکول، سپکاوی، او نیول هغه څه دي چې خبریالان ورسره مخ دي.

تر دې وړاندې هم یو شمیر خبریالان د طالبانو دحکومت له خوا نیول شوي دی، چې د نیولو او د نیولو تورونو په اړه یې تر ډېره د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.

په دې راپور کې مو هڅه وکړه، چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو، خو د راپور تر خپریدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د خبریالانو د یو شمېر بنسټوڼو د معلوماتو پر بنسټ، د تازه نیولو شویو خبريالانو سربېره، افغاني الاصله فرانسوي خبريال مرتضي بهبودي او يو شمېر نور خبريالان  لا هم د طالبانو د حکومت په بند کې دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: Колледжи проведут Дни открытых дверей





Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» УЛУЧШАЕТ ЗАКОНЫ, управляет патентами и улучшает командное планирование в целях учёта интереса всего народа.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Брановицкий

Выездной Фотограф для всех желающих, ну и конечно Артистов и Музыкантов.




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов


Дарья Касаткина

Касаткина, Андреева и Кудерметова — в тройке лидеров в борьбе за звание лучшей теннисистки



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России