هندي کرکټر د افغان لوبډلې د توپ وهنې روزونکی شو
![هندي کرکټر د افغان لوبډلې د توپ وهنې روزونکی شو](https://gdb.rferl.org/B3C9943C-C9AE-4570-A1B4-4AEDF5DEA2FF_w800_h450.jpg)
د افغانستان کرکټ بورډ، هندی کرکټر میلپ پرادیپ کومار میوادا د هېواد د ملي لوبډلې د توپ وهنې د روزونکي په توګه ټاکلی دی.
کرکټ بورډ پرون په یوه بیان کې ویلي چې میوادا په سریلانکا کې د افغانستان رونیز کمپ ته رسېدلی دی څو افغان لوبغاړو ته له پاکستان سره د یوورځنیو لوبو د چمتووالي په چاره کې روزنه ورکړي.
د کرکټ بورډ بیان زیاتوي، چې میوادا د روزونکي په توګه ډېره تجربه لري.
هغه د هند د حیدرآباد د ایالتي ټولنې د لوبډلو، د چاتیسګړ ایالت د سینګ لوبډلې او د جمو او کشمیر د کرکت د ټولنې لوی روزونکی پاتې شوی.