پوځ وايي د بلوچستان ګوادر کې په نښته کې ۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي
په ګوادر کې دا برید پر داسې مهال شوی دی چې تر دې مخکې د اګست پر نهمه او اتمه د بلوچستان په درو سیمو کوټې، قلات او ژوب کې په حملو او په نښته کې دوه سرتېري او درې مشکوک وسلوال ووژل شول او یوشمېر کسان ژوبل شول.