د چینايي انجینرانو پر کاروان برید؛ د پاکستان پوځ: دوه وسلهوال وژل شوي
د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په بندري ښار ګوادر کې د چینايي انجینرانو پر کاروان په یو برید او تر هغې وروسته په نښته کې دوه مشکوک وسلهوال وژل شوي دي او درې سرتېري ژوبل دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر 'ای اېس پي ار' په بیان کې ویلي چې د اګست پر ۱۳مه د بلوڅ بېلتونپالې ډلې 'بلوڅ لېبرېشن ارمي د مجید برېګېډ' وسلهوالو په ګوادر کې هغه مهال پر کاروان برید وکړ چې چینايي انجینران له هوايي ډګره د بندر ودانۍ پر لوري روان وو.
په بیان کې راغلي چې امنیتي ځواکونو چینايي انجینران خوندي ځای ته انتقال کړل او په برید کې هغوی ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
پوځ وايي، د نښتې پر مهال درې سرتېري ژوبل شوي چې د سیمې روغتونونو ته یې انتقال کړي دي.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې په ګوادر کې د برید مسوولیت منلی دی.
دې ډلې تر دې وروسته په دویم بیان کې ادعا کړې چې په برید او نښته کې څلور چینايي وګړي او نهه پوځیان وژل شوي، خو مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې ادعا تصدیق نه شي کولای.