د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې درېیم مقام وګاټه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو جام په سیالیو کې د میانمار هېواد ته ماتې ورکړه او درېیم مقام یې خپل کړ.
یاده سیالي نن د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه چې افغانستان ۵ د یو پر وړاندې میانمار ته ماتې ورکړه او د برونزو مډال یې وګاټه.
افغان لوبډلې د دې ټورنمنټ په لومړي پړاو کې له چک جمهوریت او موزمبیق سره خپلې سیالۍ مساوې کړې، خو په نیمه پایلوبه کې یې له تایلینډ هېواد څخه ماتې وخوړه.
باید وویل شي چې د مرکزي اسیا په سیالیو کې افغان لوبډلې دویم مقام ګټلی و.