Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

د طالبانو تر ولکې او له موسیقۍ محروم افغانستان؛ هنرمندان: موسیقي بیا هم ژوندۍ ساتو

0
د طالبانو تر ولکې او له موسیقۍ محروم افغانستان؛ هنرمندان: موسیقي بیا هم ژوندۍ ساتو

میرخان مقری د پښتو موسیقۍ د بڼ یو تازه غوړیدلی ګل دی.  

دی په جلاوطنۍ کې سندرې وایي او په خبره یې د خپل پلار عبدالله مقري پر پله یې ګام ایښی دی او په سندرو یې یاد تازه ساتي. 

میرخان مقری وایي، افغانستان کې دا مهال د سندرغاړي پر ستوني لاس ایښودل شوی، خو په خبره یې دا حالت سندرې نه شي مړې کولای. 

هغه وایي:" زما فکر حماسي، وطني او فولکلوریکو شعرونو ته ځکه دی چې له وطن او د وطن له خلکو سره بې انتها مینه لرم. سندره مړه نه ده، سندره نه مړه کیږي. د سندرې پر ستوني باندې یو ډېر دروند لاس ایښودل شوی، دا لاس به ډېر دوام ونه کړي. سندره ژوندۍ ده او ژوندۍ وه. که په وطن کې ژوندۍ نه ده، خو مونږ او نورو ملګرو مو بهر ژوندۍ ساتلې." 

د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې د پلازمېنې کابل د خرابات او د نورو لویو ښارونو ځانګړې کوڅې د محلي سندرغاړو له شوره ډکې وې. 

خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته پر سندرغاړو کړۍ تنګه شوه، ځینې له هېواده ووتل خو یوشمېر نور بیا هلته پاته او په نورو کارونو لګیا شول. 

۶۱ کلن عبدالخالق نوري د هرات یو محلي سندرغاړی دی، هغه پخوا خپلې نامرادۍ او بې وسه تقدیر ته سندره ویلې، خو نه پوهېده چې دا به یې د ژوند په حقیقت بدلیږي. 

نوري اوس خپلې شپږ کسیزې کورنۍ ته د موسیقۍ نه، بلکې د ریکشا چلولو له لارې نفقه ګټي.  

هغه وایي، له موسیقۍ لرې والي یې پر روح او روان اغېز کړی دی. 

نوموړی وایي:" یو ډول زړه تنګي راته پیدا شوې. پخوا مې لوی زړه او انګیزه درلوده، شعر مې لیکه او ډېر کار مې کاوه، خو اوس مې زړه وړوکی شوی، مرګ ته نژدې شوی یم، احساس کوم چې سا مې ورکه شوې او سمه سا نه شم ایستی." 

هغه سندرغاړي چې جلا وطنه شوي، هېواد کې د سولې او داسې ژوند غوښتونکي دي چې هنر او هنرمند ته په کې درناوی وي. 

د وطن ستاینې ته د دین محمد غمخوار دا سندره ډېره مشهوره ده:

کابل په دې دنیا جنت یادیږي

لکه د سرو ګلونو هار ښکلی دی

لندنه! تا باندې یې نه ورکوم

ښار د پاریس نه ننګرهار ښکلی دی

خو اوس له هغه نه جنت وطن پاته او بهر سندرې غږوي. 

نوموړی وایي:" زمونږ وطن له مور، پلار، ورور او خور راباندې ګران دی، زه وایم چې خدایه داسې یوه سوله او ارامي راولې چې دغه تباهي لرې شي. کوم کسان چې قدرت نیسي هنرمندان مجبور دي چې د هغوی د تګلارو تابع اوسي." 

" موسیقي مطلقا حرامه ده." 

طالبانو لکه د لومړي ځل واکمنۍ په څېر، واک ته له بیا راتګ سره موسیقي منعه اعلان کړه. 

هغوی څو ځله د موسیقۍ الې لکه ډول، طبله ، هارمونیه او تولې له سندرغاړو راټولې او له منځه یې یوړې. 

په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مشر عزیز الرحمان مهاجر ازادي راډیو ته وویل چې حکومت به یې د موسیقۍ د ممنوعیت له ګامه هیڅکله په شا نه شي. 

نوموړی وایي:" موسیقي مطلقا حرامه ده. د اسلامي فقهې له نظره حرامه ده او مونږ نه شو کولای سندرغاړو ته جواز ورکړو، ځکه دا کار حرام دی او خدای پرې ناراضه کیږي." 

ځینې دیني علما بیا وایي چې د موسیقۍ په اړه د طالبانو لیدلوری د اسلام له دین نه د هغوی له سخت تفسیره سرچینه اخلي. 

د اسلامي علومو څیړونکي محمد محق ازادي راډیو ته وویل، په قران شریف کې د موسیقۍ د حراموالي په اړه قطعي حکم نشته.  

ښاغلی محق وایي:" د موسیقي قضیه یوه اختلافي قضیه ده. که څوک شخصا د دې نظریې پلوی وي چې موسیقي جایزه نه ده، کولای شي واې نه وري. قران شریف کې قطعي حکم نشته، په دې اړه معتبر حدیث هم نه دی راغلی او د فقهاو ترمنځ دې برخه کې اجماع نشته. د یوې سختې او اختلافي نظریې پیروي ته د خلکو مجبورول غلط کار دی، دا کار ټولنه بدویت او د هنر او فرهنګ لرې والي ته بیایي." 

د افغانستان د موسیقي ملي انستیتیوت هم د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پرتګال کې فعالیت کوي. 

د دغه بنسټ مشر ناصر سرمست وایي، د موسیقۍ په وړاندې د طالبانو سخت دریځ د افغانستان دود او فرهنګ ته زیان اړوي. 

نوموړی وایي:" د طالبانو سیاستونه دوه ستونزې لري. لومړی دا چې د افغانستان د موسیقۍ بډایه میراث د نابودۍ کندې ته اچوي او دویم هم دا چې د موسیقۍ نشتوالی افغانسان له رواني پلوه په یوې ناروغې او تاوتریخجنې ټولنې بدلوي. 

سرمست موسیقي د ټولنې یوه اړتیا بولي او په خبره یې موسیقۍ نن سبا د طبابت درجۍ ته ځان رسولی دی. 

طالبان بیا د موسیقۍ تنده په ترانو ماتوي، د هغوی د ترانو کمپوزونو کله نا کله د مشهورو سندرو کمپوزونو ته ورته وي، خو په دې توپیر چې موزیک ورسره نه وي. 

په ظاهره داسې نه بریښي چې طالبان دې پر موسیقۍ له بندیزه لاس په سر شي، خو له هېواده وتلي سندرغاړي بیا وایي، دوی به خپلو مېنه والو ته له هرې لارې چې وي ځانونه رسوي او نوې نوې سندرې به ورته وایي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра





Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Тренер СКА Попов назвал Басту адекватным футбольным руководителем




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»


ATP

Теннисиста Медведева выбили из топ-4 ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


РФ

Азербайджанцев оправдали за убийство спортсмена Евгения Кушнира в Самарской области. Делом заинтересовался глава Следкома РФ А. Бастрыкин



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России