په افغانستان کې 'ایم ټي ایم' مخابراتي شرکت خپله شبکه پلوري
![په افغانستان کې 'ایم ټي ایم' مخابراتي شرکت خپله شبکه پلوري](https://gdb.rferl.org/39E32D52-9A89-4D09-9431-DE5D842EC132_cx0_cy7_cw59_w800_h450.jpg)
'ایم ټي ایم' مخابراتي شرکت وايي چې د روان کال تر پایه په افغانستان کې خپله شبکه پلوري.
فیننشل مېل ورځپاڼې پرون دوشنبه راپور ورکړ چې 'ایم ټي ایم' ګروپ ویلي چې په کابل کې د طالبانو حکومت ورسره موافقه کړې چې په افغانستان کې خپله شبکه وپلوري.
دا شبکه هیله لري چې د روان ۲۰۲۳ تر پایه په افغانستان کې خپل کاروبار پای ته ورسوي.
ایم ټي ایم، چې د منځني ختیځ په هېوادونو کې فعالیت کوي، تر دې وړاندې په یمن او سوریه کې هم خپلې شبکې پلورلې وې او اوس یوازې په ایران کې لا هم فعالیت ته دوام ورکوي.
'ایم ټي ایم' ته د ۲۰۲۰ په جون کې د افغانستان د شبکې د پلورلو لپاره د ۲۵ میلیون ډالرو وړاندیز شوی و.