د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت: تېر یوه کال کې له طالبانو ۱۱ زره شکایتونه شوي
![د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت: تېر یوه کال کې له طالبانو ۱۱ زره شکایتونه شوي](https://gdb.rferl.org/04e61012-6647-4ab1-841d-2ee983dd79d9_w800_h450.jpg)
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، په تېر یوه کال کې له طالبانو څخه ۱۱ زره شکایتونه شوي دي.
د دغه وزارت ویندوی پرون دوشنبې ملت ته د خپلو اجرااتو د حساب ورکولو په ترڅ کې وویل چې له دغو یوولس زره شکایتونو څخه تراوسه پورې د ۸ زره شکایتونو په اړه څېړنې شوي دي.
ده د شکایتونود څرنګوالي په اړه ډېر جزییات څرګند نه کړل.
د طالبانو د حکومت بېلابېل وزارتونه له یوې مودې راهیسې د خپلو کلنیو اقداماتو او اجرااتو په اړه توضحات ورکوي.