دیپلومات: له ملي او نړیوال ملاتړه هېڅ داسې برخمنه سیاسي او وسله واله ډله نشته، چې طالبان نسکور کړي
![دیپلومات: له ملي او نړیوال ملاتړه هېڅ داسې برخمنه سیاسي او وسله واله ډله نشته، چې طالبان نسکور کړي](https://gdb.rferl.org/64c9d18b-fe53-45fd-bac6-a865d704173a_w800_h450.jpg)
دیپلوماټ خپرونې د طالبانو د اوسنۍ واکمنې د دویم کال د پوره کېدو په مناسبت په یوه مقاله کې د طالبانو د حکومت لوړو ژورو ته کتنه کړې ده.
مقاله په دې پیلیږي، چې طالبان اوس په افغانستان کې ځای پر ځای شوي.
د لیکوال په باور، له کافي کورني یا بهرني ملاتړه برخمن هېڅ کومه سیاسي یا وسله واله مخالفه ډله نشته چې طالبان دې نسکور کړي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ پلازمینې کابل ته د طالبانو په ننوتلو سره د جمهوریت وروستۍ پایې هم ړنګې شوې او طالبان بلآخره بیا واک ته ورسېدل. په هماغه اګست کې بیا له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو شل کلن پوځي ماموریت رسماً پای ته ورسېد او ټول بهرنیان د اګست تر ۳۱ له افغانستانه ووتل.
د مقالې لیکوال د خپلې دې ادعا لپاره چې د طالبانو د نسکورولو لپاره کومه غښتلې ډله نشته، دا استدلال هم راوړی چې طالب مشرانو له خپلمنځي مخالفتونو ډډه کړې ده. خو په حقیت کې څو واره طالب مشرانو له هغې ډلې د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په نظام کې شته ستونزو او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده له خوا د واک پر انحصار کلکې نېوکې کړې دي.
ډپلوماټ خپرونې وړاندې د طالبانو په مخ د نړیوالې ټولنې له خوا پرتو ننګونو ته هم اشاره کړې، چې تر ټولو لوی لامل یې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو سختدریځي او محدودونکې پالیسۍ دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع کړي. د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې یې نجونې له پوهنتونو هم منع کړې او په ټولو نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو کې یې د افغان ښځو پر کار بندیز ولګاوه.
طالبان که څه هم د لویدیځ له بندیزونو سره سره د سیمې او نړۍ له ځينو هېوادونو سره توده راشه درشه لري، خو د نړۍ هېڅ یوه هېواد د دوی حکومت تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.
ټورنټو سټار بیا دې ته په کتو، چې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کېږي، په کاناډا کې د افغان کډوالو د بیا هستوګنې پروسې ته کتنه کړې ده.
په مقاله کې راغلي چې کاناډا ته د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته ۴۰زره زیانګالي افغانان انتقال شوي او له ډلې یې څه باندې ۳۶زره هلته دایمي هستوګن کړای شوي.
ټورنټو سټار په دې مقاله کې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې وروستیو پنځلسو ورځو ته کتنه کړې چې پکې د بهرنیانو تر څنګ لسګونه زره افغانان هم د تخلیې د ماموریت په چوکاټ کې له افغانستانه وایستل شول.
سټار لیکلي چې په وروستیو کړکیچنو لسو ورځو کې زرګونه افغانان چې پکې د کاناډايي ادارو افغان همکاران، د بشري حقونو فعالان او ښځې شاملې وې له هېواده د تښتې هڅه کوله.