Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

د خبریالانو د ملاتړ اداره: طالبانو افغانستان تورتم کړی او ښځینه خبریالانې یې په ځانګړې توګه ځپلي دي

0
د خبریالانو د ملاتړ اداره: طالبانو افغانستان تورتم کړی او ښځینه خبریالانې یې په ځانګړې توګه ځپلي دي

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د دويمې کاليزې پر مهال د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ اداره (AJSO) وايي، چې واک ته د طالبانو په راتګ سره، د رسنیو په برخه کې د تېرو شلو کلونو ټولې لاسته راوړنې يو په بل پسې له لاسه وتلي دي.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان په يو تورتم هېواد بدل شوی، خبریالان او د رسنیو فعالان په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې په افغانستان کې د رژیم د بدلون لومړنۍ قربانیانې وې.

په اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې له هېواده وتلي خبریالان بهر کې د کډوالۍ له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، اوسنۍ کورنۍ رسنۍ هم له زیاتو فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي.

 

د دې ادارې مشر حامد عبیدي ازادي راډيو ته وویل: "اوس مهال په افغانستان کې انتقاد جرم ګڼل کېږي، ټولې رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي، ټولې خپرونې سانسور کېږي. خبريالان تر روحي او رواني فشار لاندې دي او ان تر دې چې کوم کلمات چې په خپرونو کې کاروي، هغو ته بايد ډېره توجه وشي. ځکه چې دا د طالبانو د استخباراتو د ادارې له‌خوا دوی څارل کېږي او ځورول کېږي، زه فکر کووم چې د جمهوريت له سقوط سره سم، د بيان ازادۍ افغانستان کې سقوط وکړ او اوس د رسنيو نظام افغانستان کې يو استبدادي نظام دی."

د افغان خبریالانو د ملاتړ د سازمان په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې  ډېری خبریالان په سختو شرایطو کې د خپل وطن پرېښودو ته اړ شوي او په خپل وطن کې پاتې شوي کسان ورو ورو خپلې دندې او خپل انساني حقونه له لاسه ورکوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، چې  له ډېر بد وضعیت سره مخ دي او نه پوهېږي چې د دوی راتلونکې به څه وي.

يوې ښځينه خبريالې چې نه يې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته وويل، په تېرو دوو کلونو کې ښځې او نجونې خبريالانې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړې وویل: "ښځینه او نجونې خبریالانې چې په تېرو څو کلونو کې یې بې‌ساري وده کړې وه او هڅه یې کړې چې د رسنیو په کچه بېلابېلو برخو کې ځان ته ځای پیدا کړي، خو په تېرو دوو کلونو کې نه یوازې په کور کې کېناستې، بلکې د محدوديتونو له سېلاب سره مخ شوې. له بده مرغه ښځې او ژورنالېستانې نجونې د رسنیو او د راپور ورکولو له برخې او له وياندويۍ او په ډېرو مواردو کې په ټولنه کې له خپلو حقونو بې برخې شوې او تورتم لوري ته ورسيخې کړی شوې."

 

يوې بلې خبريالې چې دې هم د امنیتي ستونزو له امله نه‌غوښتل نوم يې په ډاګه شي، ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د حکومت په دوو کلونو کې ښځینه خبریالانې له سختو محدودیتونو سره مخ وې او حتی اړې شوې چې خپلې دندې پرېږدي.

دغې خبریالې وویل: "په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو کار ډېر ستونزمن دی او په سختۍ کار کوي، کله چې ښار ته د راپور چمتو کولو لپاره ځي، سره له دې چې حجاب يې هم کړی وي،  له ډېر سپکاوي او ځورونې سره مخ کېږي، دا محدوديتونه ورځ په ورځ زياتېږي. ورځ په ورځ د هغو ښځینه ژورنالېستانو شمېر چې په راډیو او ټلوېزیون کې کار کوي کمیږي او دا واقعا د اندېښنې وړ ده."

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو مرستیال مهاجر فراهي د دې راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی، خو د یکشنبې په ورځ یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې دا ادعا وکړه، چې دوی پر رسنیو هیڅ فشار نه‌دی راوستی.

تر دې مخکې د رسنیو ملاتړو یو شمېر نورو بنسټونو ویلي وو، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته شاوخوا ۵۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او تر ۶۰ سلنه ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин принял решение о расширении мер поддержки промпредприятий





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин принял решение о расширении мер поддержки промпредприятий



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Анастасия Волочкова рассказала в шоу Анфисы Чеховой на ТВ-3 о своём детстве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Курсант Пермского военного института Росгвардии принял участие в финале интеллектуальной олимпиады Приволжского федерального округа

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


WTA

Рахимова прошла во второй круг турнира WTA в Рабате на отказе Таунсенд



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Литературный монолог «По праву памяти», к 105-й годовщине со дня рождения А.С. Крупнякова, советского и российского писателя.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России