Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Август
2023

افغانستان کې جنسیتي تبعیض؛ بروان: 'آی سي سي' باید دا د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژني

0
د تعلیمي چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګوردن براون وايي چې د جرمونو نړیواله محکمه باید د افغانستان روان جنسیتي تبعیض د بشریت پر ضد د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني او د دې کار له مسوولو چارواکو څخه دې تحقیقات وکړي.


براون پرون سه شنبې د اګست په ۱۵مه چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو له دوهمې کلیزې سره برابره وه، خبریالانو ته وویل چې ده خپل دا استدلال د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان ته هم په یوه لیک کې استولی دی.


هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو تر ټولو ناوړه مثال دی.




هغه زیاته کړه چې که دې کار ته له سزا پرته اجازه ورکړل شي نو ښايي نور کسان هم دې ته ورته اقدامات وکړي.


طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له ۱۲ کلونو د لوړ عمر لرونکې ډېری نجونې له ښوونځي بې برخې کړي او همداراز د مرستندویو ټولنو ښځینه کارکوونکې یې له کاره منع کړي، د ښځو سینګارخونې یې بندې کړي، پارکونو او نور تفریح ځایونو ته یې د ښځو پر تګ بندیز لګولی دی او له نارینه محرم پرته ښځو ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي.


براون وویل، د جرمونو نړیواله محکمه باید جنسیتي تبعیض د بشریت پر ضد د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني او په اړه یې په دې روحیه تحقیقات وکړي چې عاملان به یې احضاروي او تحقیقات به ترې کوي.


د جرمونو د نړیوالې محکمې د لویې څارنوالۍ دفتر تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.


طالبانو حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې پر دې ټینګار کړی چې ښځو ته د اسلام د اصولو په اساس حقوق ورکوي.


ګوردن براون وویل چې دی فکر کوي طالبان په دوو ډلو وېشلي دي، داسې چې یوه ډله یې غواړي د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړي، خو په کندهار کې د طالبانو مشران له دې کار سره مخالفت کوي.




براون د نړۍ له اسلامي هېوادونو څخه وغوښتل چې کندهار ته پلاوي واستوي څو د طالبانو مشران دې ته وهڅوي چې د نجونو تعلیم او د ښځو کار ته اجازه ورکړي او ویې ویل، دا ملایان باید دې ته وهڅول شي چې د اسلام دا تعبیر ناسم وګڼي چې ښځې او نجونې د نارینه وو په شان اساسي بشري حقوق نه لري.


بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوځل بیا تینګار کړی چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره هر راز پراخ اړیکې به د ښځو حقونو ته په درناوي پورې پورې مشروط دي.




بلېنکن پرون د طالبانو د واکمنۍ د دوهمې کلیزې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحدایالات به بیا هم طالبان د خپلو کړو ژمنو د نه عملي کولو په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په خاطر مسوول وګڼي.


هغه زیاته کړه چې متحدایالات او د نړۍ لسګونه نور هېوادونه په دې برخه کې ډېر واضح دریځ لري چې له طالبانو سره د هرراز عادي اړیکو لاره به تر هغه وخته بنده وي، چې د نورو بشري حقونو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ونه کړي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России