د فوټبال مخکښ لوبغاړی نیمار هم د سعودي عربستان لیګ ته ولاړ
د برازیل د فوټبال نوموتی لوبغاړی نیمار جونیر، چې تر دې دمه یې د فرانسې د پاریسن جرمن کلب لپاره لوبه کوله د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په بیه د سعودي عربستان الهلال کلب واخیست.
له پاریسن جرمن کلب څخه د سعودي الهلال لوبډلې ته د نیمار جونیر د لېږد پروسې یوه اوونۍ ونیوله او هغه اوس عربستان ته رسېدلی دی.
له نوموړي سره دا هوکړه لیک د دوه کلونو لپاره لاسلیک شوی چې ۳۰۰ میلیونه ډالر به په نغدي ډول ورکول کېږي او د نورو جایزو له ورکړې سره به په دوو کلونو کې دا پیسې ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
نیمار تر کریسټیانو رونالډو او کریم بینزیما وروسته درېیم لوبغاړی شو چې په ډېرو پیسو پېرل شوی دی.
رونالډو او بینزیما هم د سعودي عربستان په پرو لیګ کې د النصر او الاتحاد لوبډلو لپاره لوبېږي.
د ویلو ده چې د یاد لیګ څو لوبډلو د لېونل میسي د پیرلو لپاره هم ډېرې هڅې وکړې، خو نوموړي د سعوديانو غوښتنې رد کړې او د امریکا د میجر فوټبال لیګ د انټرمیامي له لوبډلې سره یې تړون وکړ.