د ښځینهوو فوټبال سیالۍ؛ د اسټرالیا او انګلستان ترمنځ نیمه پایلوبه روانه ده
د ښځینه فوټبال نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن کوربه اسټرالیا د انګلستان له لوبډلې سره نیمه پایلوبه کوي.
دا لوبه روانه ده.
د اسپانیا لوبډلې پرون په نیمه پایلوبه کې سویډن ته دوه د یوه پر وړاندې ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووته.
د نن ورځې د لوبو ګټونکی به له اسپانیا سره په پایلوبه کې مخامخ شي.
پایلوبه به د اګست په شلمه ترسره شي.