برایټ: د انګلستان د ښځینهوو فوټبال لوبډله د نړیوال جام ګټلو په لټه کې ده
د انګلستان د ښځینه فوټبال لوبډلمشرې میلي برایټ وایي، لوبډله یې د یوه تاریخي فرصت د رامنځته کولو په لټه ده چې دا هېواد له ۱۹۶۶ راوروسته د فوټبال نړیوال جام خپل کړي.
د انګلستان ټیم د چهارشنبې په ورځ کوربه اسټرالیا ته درې د یوه پر وړاندې ماتې ورکړه او ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ په سیډني کې د اسپانیا له لوبډلې سره پایلوبه وکړي.
۵۷ کاله مخکې د انګلستان د نارینهوو د فوټبال ټیم نړیوال جام ګټلی و او بیا تر اوسه د دې هېواد نه د نارینهوو ملي ټیم او نه هم د ښځینهوو ملي ټیم نړیوال جام خپل کړی دی.
د ښځینه فوټبال نړیوال جام لوبې په ۱۹۹۱ کال کې پیل شوي او دا لومړی ځل دی چې د انګلستان او اسپانیا لوبډلو د دې جام پایلوبې ته لاره کړې ده.