د پنجاب پولیس وايي د جړاوالا تاوتریخوالي په تور یې ۱۲۸ کسان نیولي دي
په پاکستان کې د دیني اقليتونو د اتحاديې مشر اکمل بټي مشال راډيو ته وويل، "په جړاوالا کې د عيسويانو په کالونۍ کې کليساګانې وسوځول شوې، د خلکو کورونه چور شول او وسوځل شول. حالات اوس هم کړکېچن دي. زه حکومت ته وايم چې د دې کسانو خلاف دې د ترهګرۍ تر قانون لاندې مقدمې درجې کړي."