د امریکا په هاوایي کې د اورلګېدنې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۱ ته رسېدلی
د امریکا په متحده ایالاتو کې په څه باندې یوه پېړۍ کې د تر ټولو خونړۍ اورلګېدنې د قربانیانو شمېر ۱۱۱ تنو ته رسېدلی دی.
د هاوايي ایالت په ماوي ټاپو کې د سوځېدلیو سیمو او ورانیو لاندې د مړیو او ایسارو خلکو د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
په هاوايي ایالت کې یوه اوونۍ وړاندې د اور لګېدنې لامل تر څېړنې لاندې دی او چارواکي په دې لټه کې دي چې ولې د دغه ایالت د بېړني خبرتیا سیستم د اوسېدونکو د ایستلو په خبرتیا کې پاتې راغلی.
د ماوي د اضطراري مدیریت دفتر مشر د الارم د نه غږولو دفاع کړې او ویلي یې دي دې کار به نوره هم وېره او تلفات زیاتول.
ځینې خلک د اور د چټکو لمبو څخه د خلاصون لپاره ډېری ودانۍ یې ویجاړې کړې سمندر ته تښتېدلي.